د چاودنو غږونه او پر مرغانو اغېز

ژباړه: شپنه سلګۍ

په ټولو هېوادونو کې د الوتونکو امنیت هغوی ته د غذا تر برابرولو ډېر مهم دی او همدا وجه ده، چې تر روزنې وړاندې یې له هر اړخه د ساتنې د سالم ځای غم هم خوري.
د چاودنې غږ د مارغانو د زړه درېدو باعث ګرځي، ځکه چې د مارغانو زړونه لطیف او نازک سیستم لري، خو کله چې د چاودنو خطرناک غږونه په داسې چاپېریال کې خپاره شي، چې هلته مارغان اوسېږي، نو د هغوی روغتیا ته زیان اړوي او له وجې یې زړه هم درېدلی شي.
د مارغانو زړونه په یوه دقیقه کې له ۶۰۰ تر ۷۰۰ ځله ټکانونه خوري، چې که د ثانیې د سلمې برخې په اندازه هم د هغوی د زړه ضربان ودرېږي، نو د زړه درېدو باعث یې ګرځي او د چاودنو د درنو غږونو له وجې دا امکان بېخي ډېر دی، چې د هغوی د زړه ضربان دې ځای پر ځای ودرېږي.
شاید تر اوسه تاسو هم داسې فکر کړی وي، چې یوازې په انسانانو د زړه حمله راځي او د ناوړه محیطي چاپېریال سربېره ځینې نور عوامل هم د دې کار باعث ګرځي، خو په مارغانو کې بیا د زړه حمله اکثریت د خرابو او خطرناکو غږونو له وجې کېدلی شي.
دا چې د پسرلي په موسم کې مارغان هګۍ اچوي، خو د چاودنو درانه غږونه د دوی نسل ته جدي زیان اړوي.
جالبه خو دا ده چې په افغانستان کې جګړه ماران د انسانانو مرګ ژوبلې ته نه ګوري، نو د مارغانو ته به څه وګوري. په تېره بیا د پسرلي په موسم کې چې مارغان د ونو شنو پاڼو ته ټول ژمی انتظار وباسي، خو ټوپکماران ترې د وسلې میل را وباسي او له مارغانو سره ګډ باغوانان هم ووژني.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







نوین‌الحق بلاسټ سیالیو کې مخکښ ویکټ اخیستونکی دی

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د ۱۱ ویکټو په اخیستلو سره د یاد لیګ د مخکښو توپ‌اچونکو په قطار کې شتون لري. نوین‌الحق ... نور ولولئ