اپریل 20, 2021

په برېټانیا کې روغتیاپالانو یو کس د زړه درېدلو وروسته، له مرګ وژغوره

نسیمه محمدي

د Express په حواله، یو برېټانوی سړی، د زړه له درېدلو وروسته دویم ځلي ژوند ته راوګرځېد او ادعا لري، هغه څه چې یې له بالیني مرګ وروسته ليدلي، په یاد لري.
د هغه په وینا، هغه حس کړه چې یو ځواک یې د خلا په لوري وړي او وروسته د یو ناڅرګند دلیل له مخې، د امریکایي سندرغاړي الوېس پرسلي په اړه یې فکر وکړ. سره له دې ناروغ ډاډه وو، چې هر څه به په سمه توګه پای ته ورسېږي.
دا نشریه د کرستوف کوخ، د مغز او اعصابو متخصص او د مغزي څېړنو موسسې الن مدیر، مقاله د Scientific American مجلې څخه استناد کړې. د دغې مقالې پر بنسټ، دا ډول ورته لیدونه زیاتره په هغو کسانو کې چې مرګ ته نېږدې وي، رامنځته کېږي.
د دغه پوه په وینا، دا ډول انګېرنې په مغز کې د اکسیجن د کمښت له امله جوړېږي او د دې ښکارندويي کوي، چې بدن د ژوندي پاتې کېدلو لپاره په هڅه کې دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي