په مریخ کې به د لومړنیو انسانانو کورونه داسې جوړښت لري + انځورونه

ژباړه: نسيمه محمدي
د اسپېس اېکس شرکت بنسټګر او چارسنبالګر، په وروستيو کې په ټوېټري ټولګه کې د مريخ د لومړنيو تمدنونو په اړه خپل ليد روښانه کړى دى.
ايلان ماسک، د اسپېس اېکس”SpaceX” فضايي شرکت مدير وايي، لومړني انسانان چې د مريخ پر ځمکه استوګن کېږي، په ښيښه اي ګنبدو کې به اړوي.

دغه امريکايي ميليارډر تازه د نړۍ د شتمنو وګړو په نوملړ کې درېيم ځاى خپل کړى دى، قصد لري چې په همدې لسيزه کې مريخ ته ورسېږي او هيله لري، چې د ٢٠٥٠م پورې مريخ/ سره سياره کې د يو ميليوني وګړو ټولنې د جوړولو سره مرسته وکړي.
سره له دې، کله چې د ماسک څخه په مريخ کې د استوګنې وړ کورونو جوړولو په اړه پوښتنه کېږي، وايي، په لوړ ګمان سره دا به زموږ په ژوند کې پېښ نشي او موږ به دا پېښې په سترګو ونه وينو.

ماسک، د دغه پوښتنې په ځواب کې چې آيا مريخ به د اوسېدونکو لپاره بڼه بدله کړي، په وټوېټ کې وليکل چې په لومړيو کې وختونو کې به په ښيښه اي ګنبدو کې ژوند امکان ولري.
له ډېر وخت راهيسې علمي-تخيلي ليکوالان او څېړونکي، په مريخ کې د ژوند کولو او د انسان د تنفس وړ، هوا شتون ولري، انځور او مطالعه کوي. څرنګه چې اېلان ماسک وايي، دا حللاره به چټکه نه وي او لومړني اوسېدونکي به، د ژوندي پاتې کېدلو لپاره په مريخي اډو، متکي وي.

ماسک په يو بل ټـېټ کې وليکل: د استوګنې لپاره به د مريخ چمتو کېدل، ډېر ورو وي او زموږ عمر ورته بسنه نه کوي. سره له دې، موږ کولاى شو د يوې انساني ټولګې شاهدان واوسو.
تېر کال”اېلان ماسک” ادعا وکړه، چې د ١٠٠٠ فضايي بېړيو”استار شېپ” په مرسته کولاى شو “يو پايداره مريخي ښار” جوړ او د دغه سرې سيارې استوګنيز کول به، دجوړولو وروسته مستعمره وي.
د مريخ د بڼې د بدلون لپاره د هرې جدي او نوې طرحې لکه د مريخ د تيږو بمبارول او په کې د شته ګازاتو د آزادولو او د مريخ د اتموسفير د پېړوالي لپاره، جدي شکونه او شديد مخالفتونه شتون لري.

په ٢٠١٨م د ناسا له لوري په تامين شوې بوديجې، دوه پوهان د “کلراډو بولډر” او “نورثرن آريزونا” پوهنتون څخه دې پايلې ته ورسېدل، چې ګلخانه اي ګازات او کافي اوبه په مريخ کې شتون نه لري، چې موږ وکولاى شو د يوه تلپاتې ژوند لپاره ترې ګټه واخلو.
تېر کال د “هاروارډ” او د “ادينبرو” پوهنتونونو پوهانو، په مريخ کې د ژوند کولو يوه طرحه وړاندې کړې، چې د اېلان ماسک د ښيښه اي ګنبدو ته ورته يو څه دي.

تر اوسه لا د مريخ د بڼې بدلېدلو او د ژوند کولو وړ ګرځېدلو لپاره، زيات وخت شته.
ماسک د “Satellite 2020” د مارچ مياشتي کې د واشنګټن په کنفرانس کې وويل: که خپل پرمختګ چټک نه کړو، نو زه حتما مريخ ته له تللو وړاندې مرم.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




حسین حقاني: پاکستان دې نه خوشاله کېږي، له ستر خطر سره مخ دی

by هوسۍ لؤنګ in افغانستان

افغانستان کې وروستي تحولات پاکستان ته د خطر زنګ دی. په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو په تقلید پراخ فعالیتونه ... نور ولولئ