بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه

مرکه؛ انساني اړيکې او پر ورځني ژوند یې اغېز

مرکه: صدیقه پوپلزۍ

دا چې ټول انسانان اړیکو ته اړتیا لري او هېڅ یو انسان پرته له اړیکو مخته نشي تللی، نو له همدې امله د یادو اړیکو رغول اړین او ضروري ګڼل کېږي، موږ هره شېبه له نورو سره په اړیکه کې یو، که ټولنیزې او فردي اړیکې نه وي، نو ژوند، وده او د نسل انکشاف له لویو کړکېچونو سره مخ کېږي، پر همدې موضوع مو د هېواد له وتلي ارواپوه استاد شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې هیله ده چې تر پایه یې راسره ولولئ.

صدیقه پوپلزۍ: سلام استاد هیله لرم چې روغ او جوړ به یاست په پیل کې غواړم وپوښتم چې په ټولنه کې اړيکې څومره مهمې دي؟

استاد شرف الدین عظیمي: سلام تاسو او قدرمنو لوستونکو ته خدای دې وکړې چې د روغتیا او صحت جامې پر تن ولرئ، ستاسو د دې پوښتنې پر ځواب کې باید ووایم چې اړيکې په ژوند کې د رضایت او خوښۍ، په ټولنه کې د قوانینو رغېدو، مرستې، خواخوږۍ او یووالي، د موخې او دندې لاسته راوړلو، معلوماتو ډېرېدو، یوازیتوب له احساس څخه د خلاصون، اروایي هوساینې او کاري پرمختګ لامل ګرځي، نو یادو مواردو ته پر کتو سره ویلای شو چې انساني اړیکې ګټورې دي او زموږ ډېری ستونزې حلولای شي.

پوپلزۍ: استاد په يوه اداره کې بايد له نورو سره څه ډول اړيکې ولرو؟

استاد عظیمي: لومړی خو باید ووایم چې دوه‌اړخيز درناوی د مسلکي اړیکو بنسټ جوړوي، انسانان باید خپل شخصي او کاري ژوند سره بېل کړي، خپلو ملګرتیاوو ته پوله وټاکي، د مرستې او همکارۍ احساس ولري، تل مثبت اوسي، د اورېدو وړتیا ولري، له غیبت څخه ډډه وکړي، تل منندوی اوسي، نوی کارکوونکي ومنلای شي، نیوکه‌مننونکی اوسي، له بېځایه نیوکو ډډه وکړي، ځورونکی ونه اوسي او د خپل همکار زنګ ته پر وخت ځواب ورکړي.

که په یوه اداره کې کاروکوونکي یاد عادتونه ولري، نو هغه اداره به هم له اروایي اړخه روغه وي او هم به کاري پرمختګ پکې ډېر وي.

پوپلزۍ: استاد زموږ اړيکې مو پر اروايي روغتيا هم اغېزه کوي؟

استاد عظیمي: لکه څرنګه مو چې وړاندې اشاره ورته وکړه، پراخې اړيکې زموږ جسمي او اروایي روغتیا تضمینوي، ځکه د یوازیتوب احساس له منځه ځي، مثبت هڅول رامینځته کېږي، د روږدتیا مخنیوی کوي، د خوب کیفیت او د هورمونونو انتظام کې مرسته کوي، پر ځان باور لوړوي، د بېوزلۍ مخه نیسي، فردي ژوند رغوي، د ټولنیزو مهارتونو د زده‌کړې لامل ګرځي، شخصیت ته وده ورکوي، له منفي چارو، منفي فکرونو او نیمګړتیاوو د لټولو نه د لرېوالي لامل ګرځي، نو که د ژوند ذکر شوي خواوې ورغول شي، همدا اروایي روغتیا ده.

پوپلزۍ: استاد زموږ له لوري نورو سره د ښو اړیکو جوړول پر مو څه اغېز کوي؟

استاد عظیمي: ښې اړیکې په موږ کې د رښتنوالۍ، باور، پرمختګ، ودې، ژمنتیا، ویاړ، هوساینې او خوشحالۍ لامل ګرځي همدا مثبتې اغېزې بسنه کوي.

پوپلزۍ: استاد کومې اړيکې ډېر ارزښت لري؟

استاد عظیمي: هغه اړیکې چې هوساینه او خوشالي پکې نغښتې وي، رټل، ګواښل او زیان رسول پکې نه وي، پر ژمنتیا او رښتینولۍ ولاړې وي، هغه اړیکې چې په دواړو لورو کې یې د تېروتنې منلو او بښنې وړتیا نه وي، هغه اړیکې چې ملاتړ، متقابل درناوی او غوږ نیول یې اساس وي، هغه اړیکې چې ښکېل لوري یې د ستونزو پر مهال د یوبل همکار اوسي، یوبل محدود نه کړي او وده یې یوازینۍ موخه وي او بالاخره هغه اړیکې چې دواړه غاړې یې له فکري اړخه یوبل سره ورته‌والی ولري، د نړۍ تر تولو ارزښتناکه اړیکې شمېرل کېږي.

پوپلزۍ: استاد اوس راځو دې ته چې کورنۍ اړيکې څنگه وساتو؟

استاد عظیمي: که چېرې مقابل لوری درک کړو، خبرو ته یې غوږ ونیسو، مسلمې غوښتنې یې پوره کړو، ژوند کې پروګرام ولرو، درناوی وکړو، نیوکې ونه کړو، تېروتنې مو ومنو، د بښلو وړتیا ولرو، هڅونې ته ځانګړې پاملرنه وکړو، احساسات او اندونه سره شریک کړو، صبر او زغم ولرو، د ملګرتیا او صمیمیت فضا تل حاکمه وساتو، د خوشالۍ هېڅ موقع له لاسه ورنه کړو، د اړتیا پر مهال د یو بل تر څنګ اوسو، تل خپله مینه او محبت هغوی ته څرګند کړو او کله ناکه د ډالیو په اخیستو سره مقابل لوری حیران کړو نو کورنۍ اړیکې به مو په سم ډول ساتلي وي.

پوپلزۍ: استاد ناسمې اړيکې پر ټولنه څومره بد اغېز کوي؟

استاد عظیمي: ناسمې او بېلارې اړیکې پر یوبل باور راکموي، د اروایي ناروغیو او پر ځان ټیټ باور لامل ګرځي د بېلګې په ډول وابستګي چې موږ یې عشق او مینه بولو یوه ناسمه اړیکه ده، که وغږيږي نو زموږ د ژوند پر ټولو اړخونو منفي اغېز کوي مثلا: زده‌کړې راڅخه پاتې کېږي، همداسې عادت کېږو او وروسته له چا سره هم جوړ جاړی نشو کولای، رټل ګواښل او وهل کېږو زموږ ټولنه د داسې اړیکو خلاف ده او ورسره خپل کلتوري او ټولنیز ارزښتنه هم تر پښو لاندې کوو.

پوپلزۍ: استاد ايا د اړيکو پالل ستونزمن کار دى؟

استاد عظیمي: باید ووایم چې کله کله هو، هغه اړيکې چې په سمه توګه مخته نه ځي، ناسالمه وي او د ستړیا او ستومانتیا لامل وګرځي، پالل يی خورا ستونزمن وي. خو که په سمه توګه مدیریت شي درک، وخت، درناوۍ، ارزښت، تشویق او نور موارد پکې شته وي، چې هوسا مو کړي، نو پالل يې خوار اسانه او له خونده ډکېږي.

پوپلزۍ: استاد څنګه کولای شو له ټولو سره ښې اړیکې ولرو؟

استاد عظیمي: کوښښ وکړئ تل د نورو وړتیاوې وستایئ، خبرې مو لومړی وسنجوئ او بیا یې وکړئ، د ټولنیزو اړیکو په اړوند مطالعه وکړئ، له هر چا سره د هغه د شخصیت او ځانګړنو پر بنسټ چلند وکړئ، د خبرو پر مهال تل د سترګو اړیکې وساتئ، د نورو خبرو او مخالفتونو ته درناوی وکړئ، متقابل درناوی ولرئ، د خپلو او نورو د حقونو په اړوند ولولئ، تمې او غوښتنې مو راکمې کړئ، تل پر شونډو مسکا ولرئ او له منفي فکرونو او وینا نه په کلکه ډډه وکړئ، دا به مو له یوه اړخه اړیکې پراخې کړي او له بل پلوه به مو نورو سره اړیکې ورغوي.

پوپلزۍ: استاد د ښو اړيکو ځانگړتياوې څه دي؟

استاد عظیمي: د دواړو له لوري د مثبت بدلون غوښتنه، د محدودیت نه‌شتون، تېروتنې منل، یوبل ته د خبرو وخت ورکول، ملاتړ کول، نظر او احساسات څرګندول، رښتینولي، مرسته، دنننۍ خپلواکي، حق پېژندنه، د یوبل شخصی حریم ته درناوی او پر ژمنه عمل هغه ځانګړتیاوې دي چې تل د ښو اړیکو ضمانت کوي.

پایله

اړیکې د ژوند یوه اړینه برخه ده چې که یې ټولو اړخونو ته پوره پام وکړو، نو لرې نه ده چې زموږ پر ژوند، احساساتو، جسمي او اروایي روغتیا، پر ځان باور او عزت نفس(ځان درناوي) باندې به خورا مثبت اغېز وکړي او په ژوند کې به د لا نورو پرمختګونو لامل شي.

پوپلزۍ: استاد له تاسو يوه نړۍ مننه چې تل مو په ژورو مسايلو په تفصيلي ډول خبرې راسره کړي او وخت مو راکړى او د ياران لوستونکو ته بايد ووايم چې تاسې کولاى شئ دلته خپله له استاد سره د اړيکو په اړوند نور موارد هم ووينئ او واورئ.

استاد عظيمي: له تاسو هم يوه نړۍ مننه ښاد او اباد اوسئ د يوه روغ، اباد او سولئيز افغانستان په هيله خداى مو مل شه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ