افغانستان سیاست

پاکستاني پولیسو لر او بر کې د پښتنو غمخوار منظور پښتین نیولی!

د پاکستان پولیسو د پښتون ژغورني غورځنګ (پي ټي ایم) مشر منظور احمد پښتین په پېښور کي نیولی.

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ غړي او د پاکستان قامي اسامبلۍ کي د وزیرستان استازی محسن داوړ وايي، چي تېره شپه منظور پښتین د پېښور په تاکال کي نیول سوی.

محسن داوړ دا خبره پر خپلي رسمي ټویټر پاڼه خپره کړې او ترڅنګ ئې ویلي(( دا زموږ حق دئ، د سوله ییزي او ډیموکراټیکي غوښتني سزا ده، خو د منظور پښتین نیول به موږ لا پياوړي کړي)).

داوړ لیکلي((موږ ژر تر ژره د منظور پښتین د خوشي کېدو غوښتنه کوو)).

محسن داوړ له ټولو پښتو غوښتي، چي د مشرانو تر پریکړي دي انتظار وکړي او هیڅ تشدد دي نه کوي ارام دي اوسي.

د دې ترڅنګ د پښتون ژغورني غورځنګ یوې بلي فعالي (ثنا اعجاز)) له رسنیو سره په خبرو کي ویلي، چي د منظور پښتین ترڅنګ پاکستاني پولیسو بلال مسید، ادریس پښتین، حمید وزیر، سلام مندوخېل، سلمان پښتین، او فاروق هم نیولي او تر دې دمه د شرکۍ پولیسو تاڼه کي دي.

د اعجاز په خبره، پولیسو دوی ته ویلي، چې د منظور په خلاف په دېره اسماعیل خان کې قضیه ثبت سوې او دوی به یې د هماغه ځای پولیسو ته تسلیموي.

تر اوسه لا هم څرګنده نه ده، چې پولیسو منظور او ملګري ئې د کوم لامل په اساس نیولي.

پښتون ژغورني غورځنګ، له تېرو دوو کالو راهیسي د پښتنو د حقوقو تر نامه لاندې مبازه کوي او پاکستاني ادارې تورنوي، چې زرګونه پښتانه ئې وژلي او ګڼ یې تري تم کړي.

دا غورځنګ، چې تر دې دمه ګڼ پلویان لري، د روانې میلادي میاشتې په دوهمه نېټه یې د وزیرستان په «بنو» کې یوه ستره جلسه رابللې وه او په راتلونکي کې یې هم د پراخو جلسو هوډ درلود.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ