ننګرهار او کابل کې د منظور پښتین په ملاتړ لاریونونه؛ له نړیوالو د غږ پورته کولو غوښتنه وشوه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نیول کیدو په غبرګون کې کابل او ننګرهار کې اعتراضیه غونډې او لاريونونه وشول.
ننګرهار کې فعالانو، فرهنګپالو، ځوانانو او د ټولنې بېلابېلو قشرونو خلکو په دې لاریون کې ګډون درلود.
ګډونوالو په نړيوالو غږ وکړ چې د پاکستان وروستی اقدام وغندي او د پاکستان پر حکومت فشار راوړي چې منظور پښتین راخوشي او د هغه د مدني مبارزې مخه ونه نيسي.
د ننني لاريون يو تنظیموونکی او ننګرهار کې د ځوان ټولنيز بنسټ مرستيال خبیب اميري یاران ته وويل؛ د لاریون موخه یې دا وه چې نړۍ ته ووايه څو د بشر حقونو لپاره خپل غږ پورته کړي او منظور پښتین راخوشي کړي.

هغه وويل:

«منطور پښتین مدني مبارزه کوي او په هیڅ قانون کې د خپل حق غوښتلو او مدني حرکتونو پر سر بندي کول نشته.»

نورو ګډونوالو هم د پاکستان پر چلند سخته خواشیني څرګنده کړه او ویره یې وښوده که دا ډول اقدامات دوام وکړي، نو د بشر حقونو ته به دا سخت ګوزار وي.
ددې ترڅنګ په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته هم ګڼ کسان راټول شوي ول.
کابل کې د سفارت مختې د راټول شوي حرکت مشري د افغانستان پارلمان غړې شګوفه نورزۍ کوله. هغې د منظور پښتین نیول وغندل او د خوشې کیدو غوښتنه یې وکړه.

ګډونوالو تاکید کاوه چې تر هغې به لاریون او اعتراض کوي تر څو چې منظور پښتین نه وي راخوشی شوی او د پښتنو حقوق نه وي منل شوي.
باید یاده شي چې نه یوازې ننګرهار او کابل، بلکې د هیواد په ګڼ شمیر نورو سیمو او ولایتونو او په کوزه پښتونخوا او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې میشتو پښتنو د منظور پښتون پر نیول کیدو اعتراضونه پيل کړي دي.
د ښاغلي منظور په نیول کیدو یو شمیر افغان چارواکو هم غبرګونونه ښودلي چې ولسمشر اشرف غني، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د دولت جوړوونکي ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح، د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر او ګڼو نورو څیرو د منظور نیونه غندلې ده.
بل پلو بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر غني خبرو ته غبرګون ښودلی دی. یاد وزارت ویلي چې د ښاغلي غني ټویټ اندیښمنوونکی او د پاکستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ده.
منظور پښتین وړمه ورځ د پاکستان پولیسو نیولی او حکومت یې ویلي چې هغه د نظام ضد څرګندونې کړي او خلک یې په خلاف تشدد ته هڅولې دي.
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي