مارچ 9, 2021

منظور پښتين : د کابل د پيښو د غندونو پرځای بايد د نړيوالو ژمنو ته پاملرنه وسي.

Advertisements

خبريال :مدثر دعوت
د پښتون ژغورنې ملي غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي په کابل کې پر روغتون بريد غندلو پرځای باید د نړيوالو هغه ژمنو ته پاملرنه وسي چې د سولې راويستلو لپاره يې کړي وې.
منظور احمد پښتين پر خپل ټويټر اکاونټ ليکلې چې لسيزې تيري سوې خو د افغانانو پر خاورې لا هم جګړه دوام لري، په روغتون بريدونه يوازې د غندنې وړ ندې، نړيوالو دا ژمنه کړې وه چې سوله به راولي خو که دا ژمنه پوره نسي دا به د افغانانو د سولې په ارمان پسې خندا کول وي.

منظور پښتين پرخپل ټويټر اکاونټ ليکي :” ‏لسیزې تیرې شوې خو د افغان په خاوره جګړې تا د پائ ټکې کینښودل شو.
په افغانستان کې شوی اوسنی په روغتون او جنازو بریدونه تش د غندنې وړ نه دی بلکې د نړېوالو هغه وعدې ته پاملرنه پکار ده چې دلته به سوله راولي.
دا وعده سر ته نه رسول با د افغانانو د سولې په ارمان پورې خنداګانې وي””


د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د پښتنو سره د پاکستان حکومت د بې عدالتۍ او د ښمنۍ له امله جوړ سوی د خپلو سلګونو هغو کسانو حساب،کتاب او مالومات غواړي چې د کلونو راهيسي لا درکه دې ياهم په مرموز ډول وژل سوي دي.

دوی د عدالت غوښتنې په دې لاره کې خپل ډير ملګرې هم له لاسه ورکړي چې وروستی يې سردار عارف وزير وو.
منظور پښتون پداسې حال کې پر خپل ټويټر اکاونټ په افغانستان کې د سولې د ټينګښت غوښتنه کړې چې پرون د کابل په دشت برچي روغتون کې چې د ښځينوو او نويو ماشومانو لپاره ځانګړی سوی وو د وسلوالو له لورې چې د ځانمرګو په واسکټونو بار وه ياد روغتون ته ننوتله،د عامې روغتيا وزارت په وينا ۲۴ تنه يې مړه او ټبیان کړه چې اکثريت قربانيان يې ښځې او ماشومان دې.
داعش ډلې ددې پيښي مسوليت ومانه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي