اپریل 16, 2021

د مصنوعي ځيرکتيا پر مټ ۵۰ نوي ستوري کشف شول

Advertisements
ژباړه: عایشه حیدري
د مصنوعي ځيرکتيا یو الگوریټم د ۵۰ نويو سیارو د کشف لامل شوی، چې تر دې مهاله يې انسان په کشف نه وو بریالى شوى. له دغه الگوریټم څخه په ګټه اخیستنې د تلسکوپونو، لکه کپلر او ټس د لاسته راوړنو څخه د لرې واټن ستورو د نښو پيدا کولو لپاره تجزیه او تحلیل شوي.
نوموړی الگوریټم د واقعي سیارو د کشف ترڅنګ کولای شي، چې تېروتنې هم تشخيص کړي.
د لاسته راوړنو تر تحلیل وروسته د واریک ادارې د فزیک او کمپیوټري علومو پوهانو همدغه الګوريټم په یوې ناتایید شوې سیارې باندې چې د کلپر پر مټ موندل شوې وه پلی کوي، ترڅو نوي ستوري ومومي.
تر دې وړاندې کمپیوټري ابزارونو کولای شول چې یوازې د يوې سیارې ستوري والی احتمال تایید کړي، خو هېڅکله یې نشو کولای چې دغه احتمال ثابت او محاسبه کړي چې یوه سیاره په لمریز نظام کې واقع ده او که تر لمریز نظام ور هاخوا په نورو نظامونو کې ځای شوې ده.
د ۵۰ نویو موندل شویو سيارو د دغې ټولګې په ډله کې د بېلابېلو اندازو لرونکي ستوري شته چې ستره سیاره یې نیپټون او کوچنۍ یې بیا تر ځمکې کوچنۍ اندازه لري. د دغو سیارو له ډلې ځینې یې داسې مدارونه لري چې د ځمکې د ۲۰۰ شپو ورځو سره برابر دي او ځینې نور بیا د معادل چټکوالي په لرلو سره په يوې شپې ورځې کې يو ځل د خپل ستوري شاوخوا راڅرخېږي.
اوسمهال ستوري پېژندونکي د دغه الگوریټم پر مټ توانېدلي دا پرېکړه وکړي چې د موندل شویو ستورو له ډلې څخه کوم یو یې د ډېرو څېړنو ارزښت لري.
دغې ښکارندې ته Transiting وايي، چې په هغه نوري رنګ کې د بدلون لامل کېږي چې له خپل ستوري راوځي او له ځمکې د لید وړ وي. خو د یادونې وړ ده چې د Transiting له لارې دستورو موندنې چاره تل بریالی نه وي.
کله کله له نورو اجرامو سره د دوه ستوريزو سیسټمونو ټکر او تداخل یا د ټیلیسکوپ تېروتنه هم د دې ټولو رڼاګانو(نور) او اثارو د را پیدا کېدلو سبب کېږي، چې په داسې حالت کې نوی موندل شوی الګوریټم کولای شي تېروتنه په ګوته کړي او څېړنې یې له پامه وباسي.
د واروېک پوهنتون د فزیک د برخې د ډاکټر ډیویډ ارمسترانګ په وينا، تر اوسه د کلپر د کمپیوټر زده کړې میتودونه یوازې د احتمالي سیارو د لومړیتوب بندۍ لپاره کارول شوی وو خو هېڅکله د کمپيوټري پروګرام څخه چې له خپل ازمېښت او تېروتنو څخه زده کړه کوي د سیارو د اعتبار موندنې په موخه نه وو کارول شوي.
وروسته تر دې چې الگوریټم بشپړ شي و به کولای شي چې په پوره او خپلواکه بڼه کار وکړي. په دې توګه کولای شو چې زرګونه تر شک لاندې ستوري، یا دا چې ایا ستوري دي او که نه، د الگوریټم پر مټ وپېژنو. د ډاکټر ډیویډ ارمسترانګ په وينا، دغه الگوریټم له ۸زرو نوماندو ستورو څخه څخه یوازې درې ستوري ناسم تشخیص کړي دي.
ډیویډ د رجیسټر خپرونې ته وويل، موږ په پایلو کې څو څرګندې تېروتنې وموندلې، خو وروسته څرګنده شوه چې دغه تېروتنې د پخوانیو ناسمو نښو له امله شوې وې.
سرچينه: اډم سمیت

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ