بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

مرکه؛ د منفي افکارو زیانونه او پر ورځني ژوند یې اغېز

مرکه: صدیقه پوپلزۍ

د چارو په ترسرولو کې سستي د ډېری افغانانو یوه لویه ځانګړنه ده. ډېری کسان د چارو له پیلولو وېریږي، هغوی تل منفي فکر کوي، له همدې امله چارې په نیمایي کې پاتې کېږي او له سرته رسولو یې لاس پر سر کېږي.

په همدې اړوند مو نن د هېواد له وتلي ارواپوه ښاغلي شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې، په دې هیله چې تر پایه یې راسره ولولئ.

صدیقه پوپلزۍ: سلام استاد خدای دې وکړي چې روغ جوړ اوسئ، په سر کې غواړم دا وپوښتم چې منفي فکرونه يانې څه؟

استاد شرف الدین عظیمي: سلام تاسو او درنو لوستونکو ته! ستاسو د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم. ټول هغه فکرونه چې، په ورځنیو چارو کې د خنډ، بې ارزښته پاتې کېدو، له کارونو څخه لاس په سر کېدو او یوې پایلې ته د نه رسېدو لامل شي، منفي فکرونه یې بولو. ځکه منفي فکرونه مو د چارو سرته رسولو ته نه پرېږدي، له همدې امله تل ماتې خورو او دا چې ماتې مو ډېریږي ورسره سستېږو او وروسته مو هېڅ کار ته لاس نه ورځي.

پوپلزۍ: استاد ولې ډېری خلک تل منفي فکر کوي؟

استاد عظیمي: دا چې ولې ډېری خلک منفي فکر کوي بېلابېل لاملونه لري، خو له راتلونکي وېره، اضطراب، له پخوانیو یادونو شرم او پېښماني، پر ځان ټیټ باور، ځینې اروايي ستونزې او له ژونده ناهیلي کېدل یې لوی لاملونه دي، چې په ډېری ټولنو کې دود دي.

پوپلزۍ: استاد څنگه کولاى شو، منفي فکرونه مو په مثبتو فکرونو بدل کړو؟

استاد عظیمي: ډېره ښه پوښتنه مو وکړه. لومړۍ چاره چې زموږ منفي فکرونه په مثبتو بدلولای شي، هغه افراط نه کول دي. ډېری کسان یوه کوچنۍ موضوع ځان ته ډېره لویوي او همدا یې د ځینو چارو خنډ ګرځي. بل دا چې هره پېښه باید له راتلونکو چارو سره عامه نه کړو. په دې مانا چې نن مو یو کار وکړ ماتې مو وخوړه، نو دا فکر باید ونه کړو چې سبا به هم ماتې خورو، ځکه دا منفي فکر دی او چارې مو محدودوي.

درېیم دا چې خپلې وړې بریاوې لویې وګڼو، ځکه همدا وړې بریاوې موږ لویو بریاوو ته رسوي. څلورم دا چې د هر څه مسوولیت باید په غاړه وانخلو، د هر چا چارې سرته ونه رسوو او یوازې د خپلو چارو مسوول و اوسو.

پنځم دا چې خپل عیبونه باید راونه سپړو، ځکه هر عیب زموږ کمزوري ده او دا مو په چارو کې سستوالی رامنځته کوي. د دې پر ځای باید پر خپلو وړتیاوو تمرکز وکړو او وده ورکړو. شپږم دا چې که تل ځان ته مثبتې خبرې وکړو، مثبت لیکل وکړو او مثبت اوسو، نو دا به منفي فکرونه په ټولیز ډول له منځه یوسي.

پوپلزۍ: استاد منفي فکرونه موږ ته زیان هم اړولاى شي؟

استاد عظیمي: بلکل! منفي فکرونه زموږ اروايي انډول ګډوډوي، د ژورخپګان یوازینی لامل دی، غوسه ډېروي، بدبینۍ ته لار هواروي، د یوې چارې د بیا بیا ځلي تکرار لامل ګرځي، منفي احساساتو، منفي کړنو او بې ځایه خیال پلوونو ته زمینه برابروي.

پوپلزۍ: استاد منفي فکرونه څنګه ذهن ته راځي؟

استاد عظیمي: منفي فکر یو بد ذهني عادت دي چې ښايي د نورو کسانو له لوري زموږ ذهن ته ولېږدول شي. زموږ ډېری ملګري موږ ته منفي فکرونه نقلوي او موږ منفي کوي ډېر ځله زموږ ذهن غمونه، دردونه، رټل او بي احترامۍ تر خوندونو، احترام او هڅونې ژر احساس او زېرمه کوي چې د هر انسان ذهن په فطري ډول همداسې جوړ شوی او منفي فکرونه کش کوي.

ډېرځله شناختي تېروتنې هم منفي فکرونو ته لار هواروي، ځکه انسان نه پوهېږي چې مسله څه ده، همدا زړه نازړه‌والی منفي فکرونه منځته راوړي. ځان له نورو سره پرتله کول هم منفي فکرونه رامنځته کوي او ذهن د ګډوډۍ پر لور بیایي.

یوازیتوب او د ټولنیزو اړیکو نشتوالی هم ذهن منفي کوي، ځکه هر کله چې موږ یوازې اوسو، نو نور څه نه وي، نو اړ یو چې ځان ته منفي فکرونه ورکړو او بلاخره ستونزه لویول او مثبتو اړخونو ته نه پاملرنه هم د فکرونه لړۍ منفي کوي او د منفي فکرونو راتګ ته لار هواروي.

پوپلزۍ: استاد ايا منفي فکرونه د ژورخپگان لامل کېږي؟

استاد عظیمي: لکه څرنګه مو چې وړاندې اشاره ورته وکړه، د ژورخپګان یوازینی لامل منفي فکرونه دي، ځکه منفي فکرونه پر خپلو بدو او ناوړو چارو باندې د ډېر تمرکز لامل ګرځي او په پایله کې د خوب کمېدو، بدني او هضمي ستونزو او فکر کې لویولو، لامل ګرځي چې دا ټول پر ژورخپګان اخته کېدو ته لار هواروي.

پوپلزۍ: استاد منفي فکره وګړي په ټولنه کې کوم ځاى لري؟

استاد عظیمي: نه! دا ډول کسان پرته له دې چې ځان، نورو او ټولنې ته زیان ورسوي، نور هېڅ مقام هم نه لري، دوی ځکه ځان ته زیان اړوي چې تل خپل وخت په بې ځایه فکرونو لګوي او د ژوند په هېڅ برخه کې پرمختګ نشي کولای، نورو ته یې زیان دا دی چې د کورنۍ په درد نه خوري او ټولنې ته یې زیان دا دی چې تل خپل فکرونه نورو ته لېږدوي او هغوی هم منفي فکره کوي.

پوپلزۍ: استاد موږ باید له منفي‌فکره وگړو سره څه ډول چلند وکړو؟

استاد عظیمي: لږ تر لږه باید هڅه وکړو چې له هغوی سره په اړیکه کې ونه اوسو، یانې د ځان لپاره محدودیت وټاکو، ځکه ښایي موږ هم پر دې ستونزه اخته کړي، د هغوی پر وړاندې باید په هوښیارۍ چلند وکړو، یانې کله چې هغوی په ګیلو پیل کوي موږ یې پر مثبتو ټکو تمرکز کوو، چې قضیه بدله شي، له داسې کسانو سره تر مخ کېدو وروسته، ژوره ساه واخلئ او خپله مثبته انرژي مو بیا په لاس راوړئ، پۀ یاد ولرئ چې تاسې د هغوی د ستونزو مسوول نه یاست، نو مرسته مه کوئ، ځکه دا د ارواپوه کار دی، د داسې کسانو پر وړاندې تل زړه‌سواندي اوسئ او قضاوت مه پرې کوئ.

پوپلزۍ: استاد له منفي‌فکره وګړو سره ملگرتيا موږ ته کوم زيانونه رسولى شي؟

استاد عظیمي: لکه څرنګه چې ویل شوي، که د پنځو لایقه کسانو سره ملګرتیا وکړې، نو شپږم به يې ته وې، همداسې د هغوی منفي انرژي نېغ په نېغه موږ ته لېږدېږي، یوه پیښه چې هغوی هر ډول څېړي سبا يې موږ هم هماغه ډول څېړو او دا مو فکر اړوي، بله اړینه مسئله دا ده چې یاد کسان موږ له خپلو موخو څخه لرې کوي، ځکه تل خپلو چارو، کارونو او نورو ته د شک په سترګه ګورو او دا مو ژوند او اهداف محدودوي.

پوپلزۍ: استاد ايا منفي‌فکره انسان مثبت څه کولای شو؟

استاد عظیمي: باید ووایم چې هو. که د دې ډول کسانو پر ځان باور ډېر کړو، له منفي‌فکره کسانو یې لرې کړو، دې ته یې وهڅوو چې د منفي فکرونو پر مهال ژوره ساه واخلي، د ورځې په لړ کې ټول مثبت فکرونه او کړنې لست کړي، خپله هره ورځ مثبته وانځوروي، یوګا، مډیټیشن او سپورټ وکړي، نو تر ډېره به د یاد کس په مثبت کولو کې مرسته وکړي، خو که بیا هم ورڅخه خلاص نشو ارواپوه ته دې مراجعه وکړي او ستونزه دې په مسلکي ډول حل کړي.

پوپلزۍ: استاد آیا په يوه کار کې منفي فکر زموږ یاده چاره خرابولای شي؟

استاد عظیمي: دقیقاً ځکه هر کار چې کوو، په اړوند به یې له وړاندې منفي لید لرو، او دا به خامخا په هغه کار کې ستونزې رامنځته کوي او ځینې لارې به مو پر مخ تړي، بل دا چې په کار کې د ستونزو کړکېچونو او کړاوونو سره د مقابلې وړتیا راڅخه اخلي او چارې مو بې خونده کوي، همدارنګه د بد نیت، کینې او حسادت لامل ګرځي، منفي فکر تل منفي خبرې څاري او ځان ته یې کش کوي همدا خو چارې ټکنۍ کوي، دا هر څه کۀه تاسو وغواړئ یا ونۀ غواړئ د چارو خرابېدو لامل ګرځي او ښایي آن ځیني دندې لۀ لاسه ورکړئ.

پوپلزۍ: استاد له تاسې نه يوه نړۍ مننه په دې هيله چې د نورو اروايي گډوډيو په اړوند هم موږ سره مرکو ته ادامه ورکړئ.

استاد عظيمي: له تاسو هم يوه نړۍ مننه ښاد او اباد اوسئ د يوه روغ، آباد او سوله‌ييز افغانستان په هيله خداى مو مومل شه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ