فبروري 25, 2021

دا پنځه جملې هېڅکله خپلو کارکوونکو ته مه وایئ!

ژباړه: نسیمه محمدي
له کارکوونکو سره د مدیرانو سالم او ښه سلوک، د کسب او کار د ښې پایلې او ټاکل شویو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره مهم او ګټور تمامېږي. خو پر کارکوونکو هغه ډول انتقاد کول، چې مثبتې پایلې ولري، په څه ډول باید بیان شي، ډېر ارزښت لري. ناسنجیده عبارات او جملې ګټورې نشي تمامېدای. په بله وینا له یوه پیاوړي مدیر څخه تمه کېږي چې د انتقاد کولو په چاره کې په پوره ځیرکتیا سره عمل وکړي. دلته هغه پینځه عبارات لیکو چې هېڅکله یې باید خپلو کاروکونکو ته ونه وايئ، ځکه د دغو جملو بیان به برعکس پایله ولري.
۱ – کار دې ډېر عالي دی، خو…
هغه څه چې کارکونکی مو اوري له خو وروسته جمله ده.
کله چې پر خپل کارمند سالم انتقاد کوئ، هېڅکله د تشویقي جملو له ځارولو وروسته سمدستي انتقاد مه کوئ. کله چې د کارمند د قوت او کمزورتیا ټکي له توپير پرته یو ځای بیانوئ، څه چې اورېدل کېږي، یوازې انتقادي برخه به وي. د هر شخص د قوت د ټکو ستاینه، د بیان په وروسته کې د انتقاد له تېزوالی مخنیوی کوي، خو مهمه دا ده چې د کمزورتیا ټکي څه وخت او څه ډول مطرح کړئ. که د کارکونکي مثبتو او منفي ټکو ته جلا جلا یادونه وکړئ، ډاډه اوسئ د هڅونې او ترغیب برخه مو نادیده نه نیول کېږي. د بریاوو له ستایل کېدلو سره کاروکوونکي هڅول کېږي، چې مثبتو کړنو ته دوام ورکړي.
۲ – که لږ څه له نورو زده کړئ
څه چې کارکونکي اوري: “فلانی له تا غوره دی.”
له هر کارکونکي سره د خبرو پر مهال، له مخاطب پرته درېیم کس، بحث ته مه راکشوئ. کله چې نور کارکونکي رامنځته کړئ، امکان لري هغه څه چې وایئ منفي اغېز ولري، نو حتا د یوه کارمند د ځواک ټکی له بل کارکونکي سره مه پرتله کوئ. هغه کارکونکی چې احساس کړي، چې له بل کارکونکي سره مقایسه کېږي، همکارانو ته به د رقیب په سترګه وګوري. دا وضعیت به په کاري چاپیریال کې د اختلافاتو او کاري روحیې د کمزورۍ لامل شي. نو له بل کارمند سره د پرتلې پر ځای، د هر کارکونکي کړنې په خپله د ادارې او شرکت له اهدافو او ارزښتونو سره پرتله او وارزوئ.
۳ – له نېکمرغه د هغه ښوونیز پروګرام په اړه چې وعده مو کړې وه، ډېر ژر به، ستاسې نوملیکنه وکړو.
څه چې کارکونکی اوري: “له همدې بلې اونۍ مې ټولګی شروع کېږي.”
د (له نېکمرغه، ډېر ژر) هغه عبارات دي، چې کېدای شي ناسم تصورات رامنځته کړي. د دې لپاره چې ناسم برداشت ونشي، هېڅکله د یوه کار د ترسره کولو وعده، چې ډېر وخت ورته پاتې وي، د کارکونکو په ډله کې مه یادوئ. که مو وعده وکړه او په هر دلیل اجرا نشي، اصلاً مو شرکت اعتبار ته صدمه رسولی. د هغه څه په اړه چې له کارکونکو سره یې وعده کوئ او څرګنده نه وي، چې عملي به یې کړئ که نه، په عوض کې د هغوی د دندې د راتلونکو تمو او هیلو په اړه وپوښتئ او هڅه وکړئ چې د توقعاتو د تحقق په برخه کې حرکت وکړئ.
۴ – پخپله څه فکر کوئ، فعالیتونه دې څنګه دي؟
څه چې کارمند اوري: “زه پوهېږم کارونه دې څه ډول دي، خو غواړم وګورم پخپله دې څومره ورته پام دی.”
هېڅکله له کارکونکي څخه د هغه د کار د کیفیت د څرنګوالي په اړه د خبرو او نظر وړاندې کولو غوښتنه مه کوئ. هغه کارکونکي چې اړ شي د خپل کار کیفیت په خپله وارزوي، ممکن پوښتنې ته مو صادقانه ځواب ونه وايي. شاید هغه په خپل ځان او وروستیو کارونو چې شرکت ته حېرانونکی او ګټور وو باور ولري، مګر په هر دلیل نه خوښوي پخپله د خپل ځان ستاینه وکړي او خپلو بریالیتوبونو ته اشاره وکړي، نو دا پوښتنه چې “د خپل کار کیفیت څنګه ارزوې؟” په بشپړه توګه یو اړخ ته کړئ. په بدل کې، تاسې پخپله د کارکونکو کاري مؤثریت او کیفیت په اړه وغږېږئ او بحث مخته یوسئ.
۵ – کومې تېروتنې چې دې درلودې، له پامه غورځوم.
څه چې کارکونکی اوري: “که بل کارکونکی ستا پر ځای وای، حتماً مې له دندې ګوښه کاوه.”
د هغو رفتارونو په پایله کې، چې د کارکونکی د کړنو د ارزونې لپاره یې وړاندې کوئ، باید حلوونکې اوسي. کله چې د کارکونکي کړنې ارزیابي کوئ (رسمي ارزیابي یا نارسمي)، نباید د ګوت څنډنې او قیوداتو په بڼه اوسي، بلکې ووینئ هر کارکونکی په کومو مهارتونو کې کمزوری او د ښه کېدلو په حال کې دی. وروسته داسې پروګرام جوړ کړئ چې کارکونکی خپلو مهارتونو ته وده ورکړای شي.
په ټوله کې، هر هغه عبارت څخه چې ممکن د کارکونکي له لوري ناسم تعبیر شي، ډډه وکړئ. په بدل کې د سالمو او اغېزلرونکو ډولونو سره خپلې نیوکې مطرح کړئ، چې کارکونکي خپلې د کمزورۍ ټکي اصلاح او په راتلونکو ارزونو کې د خوښې وړ امتیازات ترلاسه کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*