ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کورنی ژوند

په دغو ۱۰ خصوصیاتو سره د نارينه وو مینه واقعي ده!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

مينه په هره ټولنه کي يوه مقدسه کلمه ده چي د هري نجلۍ او هر هلک ترمنځ د یوه ګډ ژوند د ایجاد سبب کېږي، خو ځیني وختونه مجازي میني له حقیقي هغې څخه نه بېلېږي؛ کورټ میني ته په بد نظر کتل کېږي. زموږ سره مله اوسئ چي د یوه واقعي عشق او یوې واقعي میني په خصوصیاتو مو پوه کړو.

د هري نجلۍ او هر هلک ترمنځ په اړیکو کي ځیني وختونه داسي کېږي چي واقعي مینه او عشق په ناڅاپي او ناګهاني هوسونو او مجازي میني سره تعبیرېږي او په دغسي اړیکو کي چي څوک ډېر زیان ویني خپله نجلۍ ده. البته باید ووایو چي په دغسي اړیکو کي هلکان هم بدې ضربې ویني او نور نه سي کولای چي پر خپلو متقابل طرف باندي باور وکړي. په دغه بهانه مو هڅه کړې ده چي د دغي لیکني په ترڅ کي تاسي ته د یوه واقعي عشق او یوې واقعي میني خصوصیات در وپېژنو.

د یوه واقعي عشق خصوصیات کوم دي؟

۱ـ واقعي عشق هیڅکله په نفرت او کرکه نه بدلېږي یوازي دوندي دئ چي کېدای سي تر یو لړ ناخوښو کړنو او نارضایتیو تر رامنځ ته کېدو وروسته په بې تفاوتۍ تبدیل سي او که هر وخت واقعي عشق په تنفر او کرکي تبدیل سو پوه سئ چي عشق نه و فقط يوه اړیکه وه.

۲ـ په عشق کي پاملرنه او ساتنه وي او مئینان یا عاشقان له لويه سره مهربان وي.

۳ـ سالم عشق آګاهي او پېژندنه وي او همېشه یو د بل پېژندلو په لټه کي وي او له دغي پېژندني څخه خوند آخلي.

۴ـ يوه عاشقانه اړیکه چي د خوښۍ او خوشحالۍ سبب نه سي درواغ ده، عاشقان یا مئینان په بهانو پسي نه ګرځي څو یو له بله کرکه وکړي، بلکي همېشه د شناخت او پېژندني په لټه کي وي څو لا ډېره مینه ورسره ولري.

۵ـ په واقعي مینه کي شوق و شور او هیجان وي.

۶ـ په واقعي مینه کي د فعاله اوسېدو خاصیت وي.

۷ـ واقعي مینه امن و آمان دئ او تشویش او پرېشانۍ ته پکښي ځای نسته او هر یو پکښي ځان خوندي احساسوي.

۸ـ واقعي عشق او مینه د بهتره احساس او پرمختګ سبب کېږي.

۹ـ په واقعي مینه کي قدسیت وي. قدسیت له احترام سره فرق لري؛ احترام یعني هرڅه چي مقابل طرف وايي موږ ئې منو که څه هم غیر منطقي وي. حرمت یا قدسیت یعني دواړه کسان یوشان دي، یو دي، دواړه انسانان دي او یو پر بل باندي برتري نه لري.

۱۰ـ د يوه پاک عشق بل خصوصیت په عین فعالیت کي سکون او آرامش دئ. سکون پر دغه موضوع باندي چي په ژوند کي چشي تغیرولای سو تغیر کړو او چشي چي نه سو تغیرولای ومنو – له عمل کولو څخه ترلاسه کېږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي