فراه کې د کاروبار پراختیا او اقتصادي وده؛ لومړۍ ممیزخونه جوړیږي

راپور: بشر درویش
په فراه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو د پلي کېدو چارې، په دې ولایت کې د لومړني ممیزخونې د بنسټ ډبرې په اېښودو سره پیل شو.
افغان کرنې وزارت وايي، ددغو پروژو د عملي چارې د پیل په غونډه کې، د فراه ولایت سیمه ییزو چارواکو، بزګران او بڼوال شتون درلود.
د فراه ولایت بڼوال او بزګران په دې باور دي، چې د یادو پروژو پلي کېدل د دوی د کاروبار د پراختیا او د اقتصادي ودې لامل کیږي.

د بزګرانو ملکیت

د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې پروژې چې پلي کیږي، د بڼوالو او بزګرانو ملکیت دی. کوم بڼوال او بزګر چې غواړي، یاد بنسټونه ورته جوړ شي یوازې د جوړولو ۱۰ سلنه لګښت یې ورکوي، ځکه ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت ورکوي.

ددې پروګرام د بنسټ ډبره پرون کیښودل شوه – وزارت

د کرنې وزارت ویلي؛ بزګرانو لپاره د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه جوړول، د مېوو د ساتنې په پار د سارک صفر انرژۍ سلګونه سړې خونې جوړول، بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې جوړول، ترڅنګ یې پر بزګرانو او بڼوالو د مېوو او سبو زر وچوونکي آلې وېشل، د کرنیزو محصولاتو له سترو پروسسکونکو سره همکارۍ او د کرنیزو محصولاتو د پلور د هوکړه لیکونو برابرول، د کرنیزو محصولاتو مدیریت په برنامه کې شامل موارد دي.

نورو ولایتونو کې ورته پروګرام

باید یاده شي چې له دې وړاندې په ننګرهار، لغمان، خوست، میدان وردګ او یو شمیر نورو ولایتونو کې هم ورته اقدامات شوي.
د کرنې وزارت وایي، دا کارونه یې جریان لري او په ټولو سیمو کې بزګرانو ته په همدې ډول سره اسانتیاوې برابروي، څو وشي کولی افغان تولیدي اقتصاد پیاوړی او پر خپلو پښو ودریدو ته یې نیږدې کړي.
اوسمهال افغان بزګران دا لویه ستونزه بولي چې سړې خونې نه لري او نه شي کولی چې خپل تولیدات وساتي یا یې په سم ډول سره ورزوي، نو پر همدې اساس یا یې بهرنیو هیوادونو ته لیږي چې بیرته همدا توکي د اړتیا پرمهال پر افغانانو د دوه چنده خرڅولو لپاره راوړل کیږي او یا هم بیخي خوسا کیږي او له منځه ځي.
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي