خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

د ممیزو حیرانوونکې ګټې

ژباړه: سمیع الله درانی

ممیز د افغانستان په وچو مېوو کې یوه غوره مېوه بلل کېږي، چې پر هېواد سربېره نورو هېوادونو ته هم صادرېږي او د افغانستان د صادراتو مهمه برخه جوړوي.

په افغانستان کې ممیز په تور، شین او سور رنګ سره پېدا کېږي او دغه رنګ ممیز د رنګونو په توپیر سره خوند کې هم سره توپیر لري.

ځینې یې تېز خوږ خوند لري، ځینې یې نیمه خوږ او ځینې تروش خوند لري.

د افغانستان په کابل، غزني، لوګر، بغلان او نورو ولایتونو پراخه انګور کښت کېږي او هم مارکېټونو ته وړاندې کېږي.

دلته د ممیزو ځینې ګټې درسره شریکوو، چې نړیوالو هم تایید کړي دي.

په هضم کې مرسته کول

ډاکټران وایي هره ورځ د ممیزو خوړل ستاسو د خېټې توازن جوړوي، د دوی په وینا چې ممیز فایبر لري او د دې ترڅنګ په خپل ترکیب کې اوبه هم لري.

ممیز د خېټې د اوبو خشکي له منځه وړي او د خېټې د داخلي برخې سربېره د خېټې پاسنی پوستکی هم مرطوب ساتي.

د ممیزو له خوراک سره له خېټې اضافي او بې ګټې مواد لرې کېږي او ځای یې د ممیزو ګټور مواد نیسي.

د معدې د تېزابو کمښت

ممیز په خپل ترکیب کې مګنیزیم او پوتاشیم لري، چې دا دواړه د معدې د تېزابیت مخنیوی کوي او د معدې تېزاب کموي.

ممیز د دې سربېره د بندونو د درد مخنیوی هم کوي.

د نقرس له ناروغۍ هم مخنیوي کې مرسته کوي.

ډاکټران وایي چې د ممیزو اوبه څښل د ګردو د ناروغۍ مخنیوي کې ډېر کومک کوي او هم د زړه د ناروغۍ ګراف راکموي.

د وینې د کمښت مخنیوي لپاره د ممیزو توصیه

هغه کسان چې وینه یې کمه وي او یا هم مکروبي وي، ډاکټران ورته سره ممیز توصیه کوي، ترڅو یې وخوري او یا یې هم هر سهار په نهاره اوبه وڅښي.

په ممیزو کې د مِسو یا کاپر شتون د دې لامل کېږي، چې د وینې دمویه صفحات او سره کرویات ورغوي او سالم یې وساتي.

د سرطان په مخنیوي کې د ممیزو رول

د مېوو ماهرین او طبي کارکوونکي وایي چې په ممیزو کې داسې مواد شته، چې دفاعي خاصیت لري او د وجود دفاعي سیستم ځواکمنوي.

د دغو موادو په مرسته ممیز کولای شي، چې د ستوني سرطان په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي او د تومور یا جاغور ناروغي هم کموي.

د ناروغیو مخنیوی

ممیز په خپل جوړښت کې د مضرو بکټریاوو پر وړاندې مهم مواد لري او انټي اکسیډانټ بیا هغه مواد دي، چې ممیزو کې شته او د دې په مرسته د زکام ښه مخنیوی کوي او د شدیدې تبې پرمهال وجود ته قوت او سکون ورکوي.

جنسي کمزورۍ کمولو کې مرسته

د ممیزو په جوړښت الله ج د امینو اسید په نامه مواد ځای پرځای کړي، د دې سربېره د ارجینین په نامه مواد پکې شته، چې د جنسي قوت لپاره ګټور دي.

په هندوستان کې یوه تجربه ده، کله چې یوه جوړه تازه واده وکړي؛ نو شېدو کې ورته ممیز جوش کوي او بیا یې د جنسي قوت لپاره شاوو او ناوې ته ورکوي.

د سترګو دید لپاره د ممیزو کارول

ممیز د دې سربېره چې قندي مواد لري، ورسره وېټامین ای، بېټا کروټین او ای کروټېنایډ په نامه مواد لري، چې دا مواد د سترګو دید لپاره ډېر ګټور دي او د سترګو اړوند مواد متوازن ساتي.

د غاښونو لپاره د ممیزو مرسته

ممیز اولینولیک په نامه مواد لري، چې د غاښونو له سوري کېدلو مخنیوي کوي او هم غاښونه قوي ساتي.

له دې وراخوا په غاښونو کې کلسیم هم شته، چې د غاښونو کلکوالي او ځلا لپاره مهم دي.

د مناسب وزن لپاره د ممیزو کارول

ممیز فرکتوز او ګلوکوز لري، چې دا دواړه بدن ته انرژي ورکوي او د انرژي درلودلو په صورت کې بدن نه ستړی او کارونو پر وړاندې ښه مقاومت کوي او په دې صورت کې بدن مناسب وزن اخلي او بیا ورسره وجود یا باډي سمارټ او ښکلې ښکاري.

ممیز او کلسیم لرل یې د هډوکي ځواکمنتیا ده

لکه مخکې چې مو وویل چې ممیز په پراخه پېمانه کلسیم لري، مناسب او منظم خوراک یې د هډوکو له کلکوالي سره پوره مرسته کولای شي.

ممیز له طبیعي موادو مال امال دي

دا چې ممیز ډېر معدني او طبعي مواد په خپل جوړښت کې لري، نو دغه مواد یې د پوستکي په ښکلا او سور والي کې مهمه ونډه لري.

نو د پوستکي د ښکلا لپاره هر سهار د ممیزو اوبه په نهاره وڅکئ.

د شپې لخوا په یو ګیلاس اوبو کې پاک ممیز واچوئ او سهار له چای څښلو وړاندې یې اوبه ښې وښوروي او سره حل یې کړئ، اوبه یې وڅکئ او ممیز یې ورپسې وروسته نوش جان کړئ.

دا چاره که یوه اونۍ تکرار کړئ، نو پوستکي او رنګ کې به مو تازه‌ګي څرګنده او سرخي رامنځته شي.

د وېښتو قوي کول

د ډاکټرانو په وینا ممیز په خپل ترکیب کې اوسپنه، پوتاشیم او وېټامین بي لري، چې دغه ټول مواد د سر وېښته کلکوي، له وتلو یې مخنیوی کوي او هم د وېښتو وضعیت یا حالت عادي ساتي.

خو ډېر زیات ممیز هم مه خورئ، ممیز په مناسبه اندازه په منظم ډول وخورئ، ترڅو پورته ګټې یې ترلاسه کړئ.

خو ځان به هم د ډېرو ممیزو په خوراک نه اموخته کوئ، ځکه چې هر ډول خواړه له حده زیات شي، بیا نو تاوان رسوي.

2.jpg

222.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی

تبصره مو ولیکئ

۱ تبصره