
یونسیف وايي، د روان کال له پیله یې د ۲۱۳ خوارځواکو ماشومانو درملنه کړې ده.
په افغانستان کې د یونسیف استازي تاج الدین د شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼې ویلي، د دې ماشومانو عمر له پنځو کلونو کم وو.
د یونیسف د استازي په وینا د دې ماشومانو درملنه د اسیایي پراختیایي بانک په همکارۍ شوې ده.
له دې وړاندې د سره صلیب ادارې ویلي و، په افغانستان کې نژدې ۵میلیونه ماشومان په خوارځواکي اخته دي.