سپورټ کرکټ وزش او تمرین

تېر کال په همدې ورځ یې یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه وکړه!

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې تېز او پیاوړی توپ اچونکی لسیت ملنګا تیر کال په همدې ورځ «د جولا میاشتې په ۲۶مه» نیټه د نړیوالو یو ورځنیو لوبو څخه استفاء اعلان کړه.

ملنګا د خپل هیواد لپاره ۲۲۶ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي، چې په دې ۲۲۶ لوبو کې یې ۳۳۸ لوبغاړي سوځولي دي، په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه توپ اچونه د ۳۸ منډو په ورکولو سره د ۶ لوبغاړو سوځول دي.

۳۶ کلن ملنګا په یو ورځنیو لوبو کې څلور ویکټې ۱۱ ځله او پنځه ویکټې یې بیا اته ځلې ترلاسه کړې دي.

ددې ترڅنګ ملنګا په یو ورځنیو لوبو کې ۵۶۷ منډې هم ترسره کړې دي.

ملنګا خپله لومړۍ نړیواله یو روځنۍ لوبه په ۲۰۰۴م کال کې د جولای میاشتې په ۱۷مه نیټه د متحده عربي اماراتو په وړاندي ترسره کړه.

خو خپله وروستنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه یې بیا په ۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې په ۲۶مه نیټه د بنګله دېش کرکټ ملې لوبډلې په وړاندي ترسره کړه.

د ده په نړیوالو ریکارډونو کې يې د سویلي افریقا په وړاندې لوبه کې په څلورو توپونو ۴ پرلپسې ویکټې ترلاسه کول وو چې د کرېکټ په تاریخ کې لومړنی ریکارډ دی، همدا ډول نوموړی یوازینی لوبغاړی دی چې د کرېکټ په نړیوال یو ورځني جام کې يې دوه هیټریکه اخیستې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ