سپورټ نړیوال کرکټ

ملېنګا ۵۰۰ ویکټې پوره کړې

د سریلانکا چټک ښي لاسي توپ اچوونکي او د یارکر توپ اچونې پاچا لسېت ملېنګا د سریلانکا لپاره څلورم توپ اچوونکی شو، چې په ټولو لوبو کې ۵۰۰ وېکټې پوره کوي.

نوموړي پرون د شنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۳ مه نېټه د انګلستان خلاف دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې پنځه وېکټې واخېستې او په دې ډول یې په نړیوالو لوبوکې ۵۰۲ وېکټې پوره کړې.

ملېنګا په ۳۰ ټېسټ لوبو کې ۱۰۱ وېکټې اخېستې په ۲۰۸ یو ورځنیو لوبو کې یې بیا ۳۱۱ وېکټې اخېستې او په ۶۸ شل اوریزه لوبو کې یې ۹۰ وېکټې ترلاسه کړي دي.

نوموړي ټولټال ۳۰۶ نړیوالې ټېسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزه لوبې کړي، چې په ټولو لوبو کې یې مجموعي ۵۰۲ وېکټې پوره کړې.

ملېنګا په دې لوبه کې ۵۰۰ ویکټې پوره کړې:

تر ده وړاندې د سریلانکا لپاره مورلي درن، واس او هرات هم پنځه، پنځه سوه وېکټې پوره کړې وې او ملېنګا څلورم سریلانکایي بالر شو، چې دغه مقام ته ځان رسوي.

ملېنګا په اسیا جام کې هم د وېکټو اخېستو په برخه کې ښه وځلېد، له بنګله دېش څخه یې لومړۍ لوبه کې ۴ وېکټې ترلاسه کړې؛ خو د افغانستان خلاف په وېکټ اخېستلو بریالی نه شو.

ملېنګا په ټي ټېن لیګ کې په مرتا عربینز لوبډله کې له راشدخان سره یو ځای دی.

نوموړی په اې پي ایل یا د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ کې په ممبيي انډینز لوبډله کې لوبېږي.

که څه هم نن ملېنګا له انګلستان څخه ۵ وېکټې واخېستې، خو سریلانکا لوبه د ډي پر ایل مېتود یا د لوبې د باراني اصولو له مخې په ۳۱ منډو انګلستان ته وبایلله.

د لوبې غوره لوبغاړی د انګلستان لوبډلمشر ایئن مورګن اعلان شو، هغه ۹۲ منډې وکړې.

انګلستان سریلانکا ته سفر کړی، چې پنځه یو ورځنۍ، یوه شل اوریزه او درې ټېسټ سیالۍ ترسره کوي، لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د تېرې چهارشنبې په ورځ د باران له امله بې پایلې شوه.

دریمه یو ورځنۍ لوبه د اکټوبر په ۱۷ مه نېټه په ډمبولا سیمه کې ترسره کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې