بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه کلتور او هنر

اووه ګامه تر مالي خپلواکۍ

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

مالي خپلواکي پر دې مانا نه ده چې ډېرې یا ناپاکې پیسې دې وي. د مالي خپلواکۍ د نه درلودلو لومړني لاملونه د ژوند بې نظمي او د شخصي چارو د کنټرول برخه کې د اړتیا وړ مهارت نشتون دی. ډېری کسان روږدي شوي چې بېځایه پیسې ولګوي او په لنډمهاله خوښۍ پسې وګرځي. کله چې حق الزحمة واخلي یوه برخه یا تر هغې ډېرې یې په یوه هسې مېلمستیا لګوي.

زموږ یوه موخه دا ده چې ډېرې پیسې وګټو. دومره باید ولرو چې بل ته مو لاس اوږد نه وي، ضمن کې حلالې هم وي.

نو دا ډول پيسې درلودل ځانګړی مدیریت غواړي. ځينې لارې هم ورته شته چې دلته یې درته ښییو:

لومړی ګام؛ د پيسو په اړه مثبت فکر وکړئ!

د پيسې په اړه منفي فکر لرل هغه څه دي چې د دوي پر وړاندې خنډ ګرځي. دا منفي تفکر مو له ذهنه لرې کړئ. منفي فکر دا مانا چې ځينې کسان د ټولو بدمرغیو پیل او ریښه پيسې ګڼي. که دا اند سم کړي، د پیسو د جذب لارې ورته پرانیستل کېږي.

دویم ګام؛ د مالي خپلواکۍ اړوند خپلې موخې پر کاغذ ولیکئ!

د موخو پر کاغذ لیکل او په اړه یې فکر کول ۵/۱۰ دقیقې نیسي. دا کار سهار وکړئ چې نن مو پیسې څنګه او پر کومو سمو څيزونو ولګوئ، څو مدیریت شي. د پیسو سپما ته ګړنلاره وټاکئ.

درېیم ګام؛ د هر وخت لپاره ګړنلاره ولرئ!

د نن، راتلونکې اونۍ او میاشتې لپاره یو پلان جوړ کړئ. تمرکز پرې وکړئ، پلی یې کړئ او سم یې وکاروئ. هر وخت کې د هغه وخت د اړتیا مطابق پیسې مصرف کړئ.

څلورم ګام؛ پر هر ساعت تمرکز وکړئ!

د مالي بریا په پار مو د ژوند هر ساعت سم وکاروئ. پام ورته وکړئ چې وخت مو پر بېځایه کړنو تېر نه کړئ چې د نن کارونه مو سبا ته او د سبا بلې ورځې ته پاتې کېږي.

پنځم ګام؛ پانګه اچونه!

پر خپل ځان پانګه اچونه وکړئ. د زده‌کړو وخت کې پیسې پر هغو ولګوئ. د وخت د مدیریت اړوند او د مالي خپلواکۍ په اړه کتابونه وپېرئ. په انټرنټ کې يې په اړه بېلابېلې مقالې او لیکنې ولولئ، څو د دوی په اړه کافي مالومات ولرئ.

شپږم ګام؛ تر هر کار وروسته یو ځل یې په اړه فکر وکړئ!

تاسو له ځانه وپوښتئ، نن مې چې دا کار وکړ، بله ورځ یې څنګه تر دې سم مدیریت کولی شم؟

په کومو لارو او څه ډول سمې پيسې پرې ولګوم. که تاسو پر خپلو کړنو تمرکز وکړئ، د پیسو د سپما لارې موندلی شئ.

اووم ګام؛ سخاوت ولرئ!

له ټولو هغو کسانو سره چې ستاسو چاپېریال کې دي، داسې چلن وکړئ، ته وا د ژوند تر ټولو مهم کسان مو دي. سخاوت ولرئ؛ خو په اندازه او مدیریت یې کړئ. داسې کړنې به ډېرې پیسې درته راجذب کړي. دا بارونه کم کړئ چې ګڼې پیسه نېکمرغي نشي راوستلی. د ښه ژوند یوه اړتیا همدا پيسې دي. پیسې د خدای پیروزینه ده. په پیسو څوک له اسلامه نه بهر کېږي؛ خو سمه کارونه یې ضرور ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ