بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

پر ژوند د ملګرو اغېز

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

موږ هر یو په ژوند کې لږ او ډېر ملګري لرو. د خدای ج له لیده هېڅ انسان له بل سره توپیر نه لري، یوازې په تقوا کې یې تفاوت دی. دا ټول لرېوالی او نږدېوالی د کورنیزو اړیکو پایله ده چې خپل او پردي یې سره مالوم کړي. د ټولنې متفاوت وګړي په بېلابېلو بڼو سره ملګري کېږي.

د ملګرو ټاکل او غوره کول اسان کار نه دی. لومړی باید مالوم شي چې مقابل لوري سره ملګرتیا مثبته پایله لري که منفي کېږي. ملګري یوازې زموږ پر همدا اوس شېبو او ننني ژوند اغېز نه لري، پر راتلونکي ژوند مو خورا ډېر تاثیر کوي.

ملګري مو د ژوند اړینه برخه ده. دوی زموږ ملاتړ دي او موږ ته ډاډینه راکوي چې د امنیت احساس وکړو، خو سم ملګری دا کار کولی شي. زموږ او دوی ترمنځ ژوره عاطفي اړیکه وي. د اړتیا پر وخت راسره ولاړ/ ولاړه وي.

ملګري مو ژوند څه ډول اغېزمنوي؟

دوی کولی شي آن د خپل ځان په اړه پر سوچ او حس مو اغېز وکړي. دا چې ملګری مو ستاسو په اړه څه فکر کوي او تاسو څه ډول غبرګون ښيئ، پر ادراک او اروا مو ژور اغېزناک برېښي. که چېرې تاسو مقابل کس (مېرمن، خاوند،ملګری/ ملګرې…) ته تل مثبت فکر ورکړی او د هغوی په اړه مثبت فکر ولرئ، نو اړیکه باندې مو مثبت تاثیر کوي.

ملګري مو تر احساس هاخوا کولی شي چې ستاسو پر شخصي لېوالتیاوو او ذوقونو هم اغېز وکړي. کله چې یو له بله جامې پور/ امانت اخلئ، سندرې لېږئ، خواړه چمتو کوئ، نو دلته مو ذوقونه یو بل ته ځي. داسې وخت هم راځي کوم شیان چې ستاسو خوښ دي، د هغې/ هغه هم ښه اېسي، کوم څيزونه چې د هغوی بد اېسي، ستاسو هم نه خوښېږي.

که داسې چا سره ملګري و اوسئ چې بېځایه پيسې لګوي، تاسو هم پر اسراف اخته کېږي. که هغه نېک کارونه کوي، تاسو هم نېک انسان او که نېک یاست، لا ښه کېږئ.

ارواپوهنې په ډاګه کړې هغو کسانو چې په پرانیستې غېږه ملګرو ته هرکلی ویلی، د رښتینې ملګرتیا تمه یې ترې کړې، تر خیانت او دوکې وروسته داسې مات شوي چې اوس نه شي کولی هېڅ چا ته د ملګرتیا غېږ خلاصه یا باور پرې وکړي، ځکه دوی خپل لیدلوری بدل کړی او پر دې اند شوي چې هر راتلونکی کس به دوکه باز وي. حال دا چې زما په اند لا هم صادق کسان شته چې باور پرې وشي.

که یو کس له داسې چا سره ملګرتیا ولري چې په نورو پسې، تر شا خبرې کوي، دا چاره دی/ دا بې باوره کوي چې باید پر چا باور ونه کړي، ځکه سبا به په ده/ دې پسې هم لګیا وي. داسې خلک هم شته چې ملګري یې نه لرل او نه یې غوښتل، ملګرتیا یې نه شوی کولی،  یوازیتوب یې غوره ګاڼه، خو له یوه صادق کس سره په اشنايۍ او ملګرتیا يې اړیکو ته لېواتیا پیدا شوې او وېره یې له منځه تللې.

سره له دې چې د ملګرو ملاتړ مو بې نهایته خوشحالوي، خو دې ته به مو تل پام وي، له داسې کسانو به ځان ساتئ چې بلاخره ستاسو د ماتې او یوازیتوب لامل ګرځي. څېړنو جوته کړې، هغه کسان چې ملاتړې کورنۍ او ملګري لري، د سټرس کچه یې ټيټه او خوشحاله دي. ځينو څېړنو ښودلې چې سمه او ټينګه ملګرتیا عمر اوږدوي، د روغتیا لامل هم کېږي.

نو د همدغو خبرو پر بنسټ هڅه وکړئ، ملګري ښه وپېژنئ، له بدو کسانو او هغو وګړو چې تاسو ته ناسم ښکاري له همدا اوسه ځان لرې کړئ او د یوې ماتې مخنیوي وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ