د نارینه او ښځو تر منځ هیښونکي توپیرونه

ژباړه: انس عمار

نن سبا خو دا شعار دی چې ښځې او سړي برابر دي او باید چې اوږه په اوږه کار وکړي خو ساینس ددواړو تر منځ د یو شمیر حیرانوونکو او هیښونکو توپیرونو خبره کوي.

ایا تاسو پوهیږئ چې د نارینه وو په پرتله د ښځو هاضمه کمزورې وي؟ یا دا چې د ښځې زړه د نارینه په پرتله کوچنی وي، راځئ وګورو چې ساینس پر دې اړه څه وايي.

ړومبی به د هاضمې خبره وکړو نارینه خوراکي وي او د ښځې په پرتله ډیر خواړه خوري، نن سبا ښځې هم ښه خوراک کوي خو د نارینه وو په کچه خوراک کول د نازک صنف (ښځو) ځانګړتیا نه ده ددې لامل دادی چې د ښځې معده کوچنۍ وي نه یوازې دا چې معده یې کوچنۍ وي بلکې په هغې کې د هضمولو لپاره اړین کیمیاوي توکي هم کم وي. د ورور هضمولو یو علت ښايي هغه هارمونونه او اسټروجن هم وي چې د ښځو د هضم او نورو کړنو په برخه کې اړین رول لوبوي.د امریکې د کلینیکل کایمټو جیکل ټولنې د پلټنو له مخه یاد شوي هارمونونه د هضم د موادو پر جوړولو هم اغیز کوي چې له کبله یې د خوراکي توکیو هضمونکې مالګې هم کمیږي له همدې کبله د ښځو خواړه د نارینه وو په پرتله ۲۰ دقیقې وروسته هضمیږي. له ژولو تر هضمولو او وتلو پورې نارینه ته ۲۴ او ښځو ته ۲۸ ساعتونه په کار وي.

د ښځې زړه هم د نارینه په پرتله وړوکی وي د ایډنبر رایل انفرمري ډاکټر مایلز بیهن وايي چې د ښځې د زړه حجم د نارینه په پرتله له څلورو برخو درې برخې وي د نارینه د زړه د منځنی وزن ۱۸۰ ګرامه پر وړاندې د ښځې د زړه منځنی وزن ۱۲۰ ګرامه وي. او د ښځو د زړه ضربان هم چټک وي چې لامل یې د زړه د حجم کموالی دی او ددې لپاره چې خپل کارونه سم تر سره کړي زړه یې ډیر درزیږي. د نارینه زړه په یوې دقیقې کې له ۷۰ تر ۷۲ ځلو پورې درزیږي خو د ښځې زړه له ۷۸ څخه واخله تر ۸۲ ځلو پورې درزیږي، روغتیا پوهان وايي چې دا ډیر درزیدل د ښځې پر روغتیا کوم اغیز نه لري.

سربیره پر دې ښځه د نارینه په پرتله باڼه هم ژر، ژر رپوي چې اندازه یې په یوه دقیقه کې ۱۴ اعشاریه ۹ ځله ده خو نارینه لپاره دا کچه ۱۴ اعشاریه ۵ ځله ده، ددې لامل د ښځو هغه هارمونونه دي چې د ښځو سترګې وچې ساتي.

په لویدیځ کې ښځې د نارینه وو په پرتله لږ شراب څښي او ساینس ثابته کړې چې شراب د نارینه وو په پرتله ښځو ته ډیر زیان اړوونکي دي.

ښځې د سړو په پرتله ډیرې نشه کیږي له همدې کبله یې پر روغتیا او بدن ناوړه اغیز پریباسي په ښځو کې زړه بداوې، ستړیا، سردرد او نور اړوند تکلیفونه هم ډیر وي. د نیویارک د جینډر د ځانګړو درملو د ټولنې بنسټګر میربن لیجاټو وايي چې د شرابي ښځې ځیګر د شرابي نارینه په پرتله ژر خرابیږي.

اوږده ویښته لرل هم د ښځو ځانګړتیا بلل کیږي خو ساینس وايي چې د ښځې په پرتله د نارینه ویښتان ژر اوږدیږي د انسان ویښته په منځني ډول په یوې میاشتې کې ۱ اعشاریه ۲۵ سانتي متره اوږدیږي چې د نارینه د ویښتو اوږدیدنه ۶ سلنه چټکه وي. ددې لامل نارینه هارمون ټیستو سټیرون وي چې د نارینه د ویښتو د کم عمرۍ لامل هم دی. بله خوا د ښځو هارمون اوسټروجن ددې لامل دی چې ویښتان یې ورو، ورو اوږده شي، خو داده چې دا هارمون د ویښتانو عمر اوږدوي او د ډیرو اوږدیدو لامل یې ګرځي.