د مالدیف ۹ ښځينه لوبغاړې په صفر وسوځېدې.

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

یاران سپورټس
د سویلي اسیا ښځینه شل اوریزو لوبو په لړ کې د مالدیف ټوله لوبډله په ۸ منډو وسوځېده او د نړۍ په کچه یو بل ریکارډ جوړ شو.
دا لوبه د برونزو مېډال په نامه لوبې په نامه وه، چې نېپال او مالدیف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د مالدیف ښځينه لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه، دې لوبډلې لپاره اوپنرې توپ وهونکې اېما اېشات یوه منډه وکړه او نورې ۹ لوبغاړې پرته له کومې منډې په صفر وسوځېدې.
حمزه نیاز، سومیا عبدل، حفصه عبدالله، لوبډلمشره زونا مریم، ایشال ابراهیم، ساجا فاطمات، لاتسا حلیمات، کېنانات اسماعیل او ماها نصیر هغه لوبغاړې وې، چې په صفرونو وسوځېدې، په وروستیو کې یواځې شمعه علي ناسوځېدلې پاتې شوه او ۹ نورې لوبغاړې ترې اوټ شوې.
maldive د مالدیف ۹ ښځينه لوبغاړې په صفر وسوځېدې.
د مالدیف ښځينه لوبډله یو ځل مخکې هم د نېپالۍ لوبډلې له خوا په ۱۶ منډو سوځېدلې وه، چې هغې لوبه کې ۸ لوبغاړې په صفر یا په انډه سوځېدلې وې.
په هغه لوبه کې د نېپال ۲۵ کلنې بالرې ۶ وېکټې اخېستې وې او کومه منډه یې نه وه ورکړې.
د مالدیف ښځینه لوبډله په همدې سیالیو کې د بنګله دېشۍ ښځينه لوبډلې له خوا په ۶ منډ‌و هم اوټ کړل شوې وه.
د نېپالۍ لوبډلې لپاره د مالدیف خلاف لوبه کې انجلي چاند ۴ وېکټې، مګر او بېلباسي دوه، دوه او کتیواډا او بنډاري یوه، یوه وېکټې واخېستې.
نېپالۍ لوبډلې د مالدیف ورکړل شوی ۸ منډې هدف د دویم اوور په لومړي توپ پرته له کومې وېکټې لوېدو پوره کړ او په مالدیفۍ لوبډله یې د شل اوریزو لوبو یو بل ریکارډ هم جوړ کړ.
د سویلي اسیا شل اوریزې ښځینه لوبډلو سیالۍ د څلورو هېوادونو ترمنځ په نېپال هېواد کې د ډېسمبر په دویمه نېټه پیل شوي.
بنګله دېش، مالدیف، سریلانکا او نېپالۍ ښځينه لوبډلې په دې سیالیو کې لوبېږي، چې بنګله دېش لومړی، سریلانکا دویم، نېپال دریم او مالدیف وروستی ځای خپل کړی دی.
د دې سیالیو پایلوبې ته بنګله دېش او سریلانکا لوبډلې وتلې وې، چې بنګله دېشۍ لوبډلې سریلانکا ته په ۲ منډو ماته ورکړه او اتلولي بنګله دېش یوړه.

About ياران ټیم 3434 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.