فبروري 27, 2021

مهال واک هره ورځ لسګونه غریبانو ته روژه ماتی برابروي + انځورونه

موډله او د افغاني فلمونو مشهوره اداکاره مهال واک کابل ولایت کي هره ورځ له دوو سوو نیولې تر درې سوو پوري غریبو خلګو ته روژه ماتی برابروي.

پر ټولنیزو رسنیو د هغې دا کار خورا ستایل شوی او د روژه ماتي ورکولو په مهال یې انځورونه ډېر خپاره شوي.

زیاتو هیوادوالو ورته د خیر دوعاوي کړي.
مهال واک د کابل فنس په نوم یوه ټلویزیوني چینل کي هم د غربیو هیوادوالو حال پوښتي او بیلابیلو بنسټونو له لوري ورته مرستي برابروي.

اغلې واک وروسته له هغه مشهوره شوه، چي د خط سوم په نوم یوې افغانۍ ډارمه کي یې مرکزي رول ولوباوه.
دا ډرامه د طلوع تلویزیون له لوري څه موده مخکي خپرېده.
مهال واک اړمنو کسانو ته د روژه ماتي برابرولو په مهال:
 
 
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب