ادبیات ژوند بڼه کلتور او هنر مخکښان

د ملنګ جان د ملنګۍ پیل

لیکنه: یاران هنر
اعلان

لیکنه: فضل رباني قاضي زی

زه پوره یقین لرم چې د ملنګ جان په اړه د موږ ډیرو فاضلو او تکړه لیکوالانو په پوره تفصیل سره لیکنې کړي دي او د ما دا لیکنه به د دوي د لیکنو یوه څنډه هم نه وي. استعدادونه فطري وي او لیکوالي هم فطري استعداد ته اړتیا لري او هم کسبي استعداد ته په ما کې یې یو هم نشته نو ځکه مې د لیکوالۍ لمنه پریښوده او دغه شوق مې په ځان کې یو زیاتی وباله. مګر له هغه راهیسې مې چې د ملنګ جان نوم اوریدلی نو زه یې ملنګ شوم، تل به مې دا هیله وه چې د ملنګ جان په اړه یو څو کرښې ولیکم او هو! همداغه ملنګ جان مې بیا د هیلو سکروټو ته لمن وهله، او دا سکروټې به بیا په هغه تیز اور بدلې شوې نو دې ته یې تخنولم چې لږ تر لږه د خپلې ادبي تندې ماتولو لپاره یو څو کرښې تورې کړم. څو د دې لارې وکړای شم په خپل زړه کې راپیدا شوې هیلې ټکور او خپله تنده یو څه کراره کړم، نن دا فرصت لاست ته راغلي چې خپلې نیمګړې هڅې سره خوا په خوا کړم او یوه نیمګړې پاڼه د ملنګ جان په اړه ولیکم. دې کې شک نشته چې ډیر څه مانه پاتې دي خو دا پاتې څیزونه به بل تفصیل کې راونغاړم.

باوري یم چې د ملنګ جان نوم هر پښتون په ذهن کې لري، شکي نه یم چې د منطقې په سطحه د ملنګ جان نوم او اشعار زړونه زنګوي.

د نن نه پوره 105 کاله پخوا هو، بلکل همدا وخت و چې د ملک عبدالشکور خان په کور کې امین جان سترګې د مبارزې له پاره خلاصې کړې. د ملنګ جان اصلي ټاټوبی د ننګرهار د بهسودو چمیار کلی دی او په درې کلنۍ کې د پلار له مینې محروم شو. د پلار ټول شته او جایداد او شتمني یې د سیمې او چاپیریال د ناوړه مناسباتو او شرایطو قربان شول او په دې توګه دغه یتیم له خپلو کوچنیو ورونو او بوډۍ مور سره یوځای د غربت او بې وزلۍ دود ته یواځې شول. د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د خپل کلي پریښودو قصد یې وکړ او په خواریو یې خپله نفقه پیدا کوله او د احتیاج منګولو ته ولوید، همدا وو چې امین جان ریښتنی ملنګ شو.

دا چې موږ له ملنګ جان یادونه کوو معنی دا چې د پښتو، پښتونوالي او پښتونستان نه یادونه کوو دا ځکه چې ملنګ جان له نوم سره پښتوانواله او پښتونستان تړلي دي.

د مرحوم منلګ جان قبر

په اتحاد مشرقي کې د ملنګ جان د ترانې خپریدل او نورې ملي ترانې د وطن سره د مینې او پښتنو د بیدارۍ اشعار د ده شهرت نور هم زیات کړاو په کال 1332 کې په کابل راډیو کې د پښتو موسیقي د منتظم په حیث مقرر شو. ملنګ جان د خپل چاپیریال او ټولنیزو شرایطو سره سم د ټینګې عقیدې خاوند و په خپل دین او آیین ډیر پابند او په لمونځ او روژه ډیر ټینګ و، قسمت ته قانع او تقدیر ته تدبیر یې د شګو بند ګنلی دی چې دلته یې یو دوه بیت را اخلم:
که څوک اوسپنې کلا د ځان نه تاو کړي
د تقدیر ګوزار هم هلته پرې لګیږي
خپل قسمت درسره مل دی ملنګ جانه
ستا نو څله د یو بل نه ګیله کیږي

د عقرب لسمه وه کال 1336 هغه وخت چې ملنګ جان د خپلې کډې سره ننګرهار ته روان و د (لته بند) په کږلیچونو کې د (خواجه سیب بابا) زیارت ته مخامخ د دوی موټر له لارې واوښت او د نیستۍ کندې ته یې منډه وکړه، ویل شوي چې موټر د غورځیدو سره سم اول یو بل کس او ورپسې ملنګ جان (په داسې حال کې چې خپل یوازینی درې نیم کلن ماشوم (دواجان) یې په غیږ کې و) ځان ګوزار کړ، هغه بل سړی بچ او ملنګ جان د موټر د دروازې سره سخت ولږید او په دې توګه زوی او پلار دواړه د دې ناوړه پېښې قربانیان شول.
ښایي چې دا به د تقدیر کرښه وي او د ملنګ جان په هغه دعا به ملایکو امین کړی وي چې:
ستاسو ځانونو ځنې ځان مې ځار شه
ستاسو بچونه دواجان مې ځار شه
واورئ له ما ملنګ جان ګرانو ورونو
زما محکومو مظلومانو ورونو
همدا وو چې مړی د جلال آباد په چیمار کلي کې خاورو ته په ډیر عزت وسپارل شو.

د ملنګ جان شاعري بې پروا شاعري وه په شعر او شاعرۍ کې یې د چا خفګان ته کوم اهمیت نه ورکاوه او نه یې د خپل ځان د هوسایۍ ریايي اشعار ویلي دي. تل یې حقیقت وایه او یو واقعبین او ریالیست شاعر و. د ده په اشعار کې آزادی او وطن دوستي له ورایه ښکاري او په خپله پښتو او پښتونواله باندې مین وو.

همدا چې دمخه مو وویل چې د چا پروا یې نه کړله نو یو نکل را یاد شو، استاد نکل داسې وکړ:
یوه ورڅ د پاکستان کوم دیپلومات د داود خان میلمه وه په کابل کې نو په اجنډا کې د ملنګ جان نوم هم و، ملنګ جان مخکې له دې چې خبرو ته پورته شي داود خان یې غوږ کې وویل چې میلمه راغلی ګوره خپه یې نه کړې او د پښتونستان مسله به نه یادوې. کله چې ملنګ جان خبرو ته پورته شو نو داسې یو نظم یې وویل:
چا غوږ کې راته وویل چې جانان مه یادوه
د سرو شونډو د پاسه سور پیزوان مه یادوه
راوړئ زولنې چې اول ښکل بیا یې په پښو کړم
د مینې کار کې مالره زندان مه یادوه
دلیل او دلایل په خط او خال د یار مین کړم
دا څه له راته وایې تور زلفان مه یادوه
شمع په ژړا شوه لباسي پتنګان لاړل
وردانګه ملنګ جانه خو د ځان مه یادوه

دا نظم ښکارندوي کوي چې ملنګ جان د چا پروا او خیال نه لرو هر څه چې یې په زړه وو په خوله یې راتلل او که څه هم د پښتونستان او دیورنډ خط د نه یادیدو تاکید پرې شوی و خو بیا هم د ده انداز دومره ښکلی او خوندور و چې وروسته له دې پروګرام نه د داود خان له خوا ورته انعام ورکړل شو.

پښتون ولس د تورې، قلم او مینې ساری نه په سترګو کیږي او دا غیرتي ولس ډیر داسې حماسي شاعران لري چې د دوي په اشعارو د دې دردمند ولس د زړه پرهرونو لپاره مرهم دي خو ملنګ جان د زړونو شاعر دی، هغه شاعر چې که هر څو یې شعرونو ولوستل شي دوه چنده د سړي تنده زیاتوي. د ملنګ جان به یو بیت زه خپلو خبرو ته خاتمه ورکوم:
لوګی شمه له تانه پتنګ دې یم پتنګ
زما پښتونستانه ملنګ دې یم ملنګ

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یاران هنر