مارچ 9, 2021

ملاله يوسفزۍ : په افغانستان کې د اوربند ملاتړ کوم!

Advertisements

خبريال : مدثر دعوت
پاکستان کې د ښځينوو د حقوقو فعاله ملاله يوسفزۍ وايي چې په افغانستان کې دې اوربند وسي.
ملاله يوسفزۍ چې د خيبر پښتونخوا د منګورا سيمي په يوې پښتنې کورنۍ کې زيږيدلې د کابل او ننګرهار بريدونه يې غندلي او وايي د ښځو او ماشومانو وژلو دردولې او غمجنه کړې ده.
ملاله وايي د ملګرو ملتونو د هغه غوښتنې ملاتړ بايد وسي چې په افغانستان کي يې د کرونا ويروس په خاطر د اوربند لپاره کړې وه.


ملاله يوسفزۍ پر خپل ټويټر اکاونټ ليکي :”‏د افغانستان په کابل او ننګرهار کښې د ترهه ګرۍ وحشیانه حملو او پکې د بې وزلو ښځو او ماشومانو وژلو زه ډیره دردولې او غمژنه کړې یم. زه دغه بریدونه په کلکه غندم. زه د ‎@UN ملګرو ملتونو د هغه اپیل ملا تړ کوم په کوم کې چي د کرونا وبا په دوران کښې د اور بند غږشوی دی.


ملالې يوسفزۍ په داسې حال کې د افغانانو سره د غمرازۍ ټويټ کړی چې د تيرې سې شنبې په ورځ په جلا جلا بريدونو کې چې په کابل او ننګرهار کې ترسره سوه، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۶ تنه ووژل سوه او ۱۳۳ تنه نور ټپيان سوه.
۲۲ کلنه ملاله يوسفزۍ که څه هم په قوم پښتنه ده خو د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د پاکستاني حکومت د بې عدالتيو په وړاندې فعاليت کوي ،تر اوسه يې نه ترې ملاتړ کړی او نه يې هم کوم دريځ څرګند کړی.
ملالې په ۲۰۱۴ز کې د سولې په برخه کې د نوبل جائزه وګټله چې په نړيواله کچه د شهرت برخمنه سوه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي