افغانستان رسنۍ سرسکالو سیاست

د انګرېز خلاف ستره جګړه؛ افغانۍ اتله ملاله ميوندي څوک او څنګه اتله سوه؟

پوره ۱۳۹ کاله مخکي، د۱۸۸۰عيسوي کال د جولای ۲۷ د دوشنبې په ورځ سهار د کندهار لوېديځ میوند په سوځنده دښته کي د غازي محمدایوب خان ترمشرۍ لاندي افغان لښکر د انګرېز يرغلګرو سره په جګړه واوښت چي افغان ښځو هم پکښي ګډون لاره.

د نړۍ په دې مشهوره جګړه کي د افغان لښکر له يوه قومندان سره خپله پېغله لور هم وه چي ملالۍ نومېده.

ملاله د کندهار ختيځ ميوند د خوږياڼو کارېز وه چي د شفاهي رواياتو او قبر د جوړښت له امله په ونه دنګه پېغله ښکاري.

سهار پيل سوې خونړۍ جګړه په داسي حال کي غرمې ته ورسېده چي ايوب خان د ځان ماته پکښي حتمي وبلله، د دريو زرو انګرېزي او ملاتړي هندي ځواک په وړاندي اوس يوازي پنځه سوه افغانان په نيم ژواندي حالت کي ولاړ وه.

په دې بدمرغه شېبه کي افغان بيرغچي هم ولګېد او د ملي مبارزې بيرغ[سور/سپين] پر مځکه ولوېدئ.

د بیرغ لوېدلو پرمهال دې خواته نږدې د ملالي او سردارو په نامه دوې پیغلي ولاړي وي، چي ددې لحظې په لیدلو سره ملالي رامخکي سوه او د افغان بیرغ د پورته کولو سره سم یې دا چغه وکړل:

خال به د يار له وينو کښېږدم****چي شينکي باغ کي ګل ګلاب وشرموينه
که په ميوند کي شهيد نه سوې***خدایږو لاليه بې ننګۍ ته دي ساتينه

دا لحظه د پېغلي ملالي هغه ستره سرښندنه چي له امله یې افغان غازیانو په وینه کي جوش ننوتئ، مرال یې لوړ او په یو قوي ډول په هوش کي راغلل او پر مقابل انګریز  او د هغه پر ملاتړي یې په ډېر سخت حالت کي برید پیل کړ.

دې چغي د افغان ځواکونو لوېدلي مورال داسي وننګاوه چي په يوه پرېکنده بريد ئې د دښمن ملا غوټه ورماته کړه او ددې ورځي جګړه د انګرېز په تېښته پای ته ورسېده.

د افغاني غازیانو د جسدونو ټولولو په وخت کي د پېغلي ملالي ميوندۍ شهید جسد هم وموندل سو چي د غازي ايوب خان لخوا امر وسو چي همدلته دي د نورو افغانانو سره د مانده پر شمال غاړه ښخه کړل سي.

سردارو  ( د ملاله ملګرې) هم څو کاله وروسته مړه سوه.

احمدصميم په يوه ليکنه کي ليکي چي ده ته حاجي لالي اڅکزي چي عمر ئې ۱۳۰کاله وو، او د ميوند په جګړه کي ئې ګډون کړی وو؛ کيسه وکړه چي ملاله ئې پخپله لېدلې ده چي د اغا محمد خوږياڼي لور وه او کيږدۍ ئې د خیگ کارېز پر بارانه ولاړه وه.

موږ د کلي خلګ پر یوه دوکانچه سره ناست وو چي یوه چټه پېغله راغله؛ سور ټیکری ئې تر سر تړلی وو، او سپین ټکری ئې د یوې لښتي پر سر غوټه کړی وو، او د جنګ پر لور ولاړه.
ويل کېږي چي د ملالۍ خپلوان اوس د هرات په (سینگران) کي پراته دي او له هغې ورځي خپل مړي د ميوند په هديره کي ښخوي.

د میوند نوم د غزنوي دربار نامتو وزير حسن ميمندي ته منسوب دئ او هم د شهيدانو پر هديره تاريخي څلی لري چي په ليدولو ارزي.

د ميوند تاريخي ماتي وروسته په لندن کي پارلمان په ۱۲۰ رايو سره د کندهار تخليه رسماً منظور او پاس کړه.

برتانوي پوځ د پروګرام له مخه د ۱۸۸۱ع کال د اپريل تر ۲۷ له کندهاره ووت او هغه ئې عبدالرحمن خان ته وسپارﺉ.

د برتانيې بيرغ د يوويشت توپونو په سلامۍ سره په اوسني ولايت کي راکښته او انګرېزان او افغانان دواړه په دې توګه د مبتلا مصيبته خلاص سول، خو دا چي د کندهار ځيني برخي لکه سيوۍ، کوټه، چاغی، ږوب، پښين او چمن د انګرېزانو سره پاته سول، مانا دا چي هغوی نيم کندهار په خپله واکمني کي مدغم او له افغانستانه بېل کړ، په داسي حال کي چي امير عبدالرحمن د مرکزي کندهار په وړيا اخيستو سره دومره خوشحاله سو، چي د پاته کندهار غوښتنه ئې هېره کړه.
د افغانانو په سياسي تاريخ کي د ميوند انګرېز ماتي خورا ستر چانس وو خو چنداني سمه ګټه ورڅخه وانه خيستل سو.

دا هغه توپونه دي، چي د میوند په جګړه کي افغاني سرتېرو د انګرېز د لوی قوت په ماتي سره ترلاسه کړل:

د کندهار ښار د شهيدانو څلور لاري توپونه د همدې ورځي دي چي افغانانو ته په لاس ورغلل.

یو انګرېز خبریال ددې صحنې تر ټولو ښه شرحه د السټرېټيډ لندن نیوز سرچینې څخه ورکړې، چي پوره معلومات پکښي بیان سوي دي.

باید یادونه وسي، چي سږ کال د انګرېزیانو د افغانانو لخوا د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د سلمي کلیزي سره برابر دئ، چي ددې مراسمو لپاره افغان حکومت لسګونه میلیونه ځانګړي کړي او غواړي، چي دا سلیزه په ښه جم او جوش سره ولمانځي او یو لوی چشن په ټول هیواد کي جوړ کړي.

مأخذ: لیکوال سردارولي پښتون زوی

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.