مارچ 4, 2021

لغمان: د ملخانو پر وړاندې کمپاين پيل شو

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په زیانمنو سیمو او بڼونو کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې کمپین پیل کړ.
د لغمان ولایت دکرنې ریاست د بوټې ساتنې د برخې کارکوونکي له څو ورځو را په دې خوا د لغمان په ولایت کې زیانمنې سیمې سروې او تثبیت کړي او وروسته د ملخانو د کنټرول په موخه یې کیمیاوي مجادله پیل کړې دي.

د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي؛

«ټاکل شوې، چې د مجادلې دیاد ټیم له خوا به د زیانمنو سیمو ملخان کنټرول شي ترڅو د بزګرانو کروندې او بڼونه د ملخانو له یرغله خوندي پاتې شي.»


یاد وزارت زیاتوي؛ د لغمان د کرنې ریاست کارکوونکي تر هغه چې ډاډه نه شي، چې صحرایي ملخان یې کنټرول کړي او له منځه یې وړي په زیانمنو سیمو کې کار کوي او که ملخان ددې ولایت نورو ولسوالیو کې پیدا شي په ډېر لږ وخت کې به د کرنې ریاست کارکوونکي هغو له منځه یوسي او د کروندګورو کروندې او بڼونه به خوندي کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فوټبال؛ د نړۍ نامتو لوبغاړي رونالډو یو بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او یوونټوس کلب نامتو لوبغاړي کریسټیانو رونالډو په نړۍ کې یوازینی لوبغاړی شو، چې د فوټبال په ۱۲ پرلپسې پړاونو کې شل ګولوهني ترسره ... نور ولولئ