يوسفزۍ ته د علي وزير پېغور

لیکنه: مدثر دعوت

د پښتون‌ژغورنې غورځنګ مشر او د پاکستان د ملي شورا غړي علي وزير د ملالې يوسفزۍ پر ټويټ نيوکه کړې.
د ښځو د حقوقو فعاله او د نوبل د جايزې ګټوونکې ملالې يوسفزۍ په امريکا کې د تور پوستو د ټولنې په ملاتړ ټويټ کړی او هغوی ته يې د عدالت غوښتنه کړې.
ملالې پر خپل ټويټر اکاونټ ليکلي: “زه د تور پوستو له ټولنې سره د احمود اربري، بيرونا ټايلر جورج فلويډ او نورو لپاره د عدالت غوښتنې د مبارزې لپاره ولاړه يم، موږ په هېڅ قېمت ظلم نه شو منلای


د دې پر دې ټويټ زیاترو پښتنو او بلوڅانو خپلې نظريې ورکړې چې اکثرو يې پرې نيوکې کړې، چې ولې د بلوڅانو او پښتنو د حقوقو او عدالت لپاره غږ نه پورته کوي.
د پښتون‌ژغورنې د غورځنګ غړي علي وزير هم د ملالې يوسفزۍ ټويټ، ريټويټ کړی او د پېغور په ډول يې پرې نقد کړی.
علي وزير پر خپل ټويټر اکاونټ ليکي: “د جنوبي اسيا د فاشيستو رژيمونو لخوا د لږکيو بلوڅو او پښتنو د نسل‌وژنې پر وړاندې څه واياست، دلته چې کوم ګناهونه کېږي د امريکا تر پېښو لس چنده زیات دي.


د علي وزير مطلب دا دی چې ولې يې تر اوسه د پښتنو يا بلوڅو ملاتړ نه دی کړی يا يې ولې تر اوسه د پاکستان پر وړاندې غږ نه دی پورته کړی او ولې پر خپلې شاوخوا او سيمه کې ظلمونو او نسل‌وژنې چپه خوله پاتې ده.
د ملالې يوسفزۍ په اړه دا لومړی ځل نه دی چې د پښتون‌ژغورنې د غورځنګ يا نورو پښتنو لخوا نيوکې کېږي.
په پاکستان کې ميشت پښتانه زیاتره وخت د ملالې يوسفزۍ پر دريځ سختې نيوکې کوي، ځکه د دوی په خبره ملاله يوه پښتنه ده بايد د پښتنو ملاتړ وکړي او د پاکستاني رياست د بې عدالتيو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.
دوې اونۍ وړاندې په ننګرهار او کابل کې تر خونړيو پېښو وروسته ملالې يوسفزۍ پر خپل ټويټر اکاونټ په افغانستان کې د اوربند ملاتړ کړی و او له ملګرو ملتونو يې غوښتې وو چې په دې برخه کې خپلې هڅې وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب