په ذهن کې مو ښه زړي (تخمونه) وکرئ

ژباړه: مریم محمدي
یوې ډلې څېړونکو له هغه څلوېښت کلن کس سره مرکه وکړه، چې ډېر هوښیار او پوه و، خو بیا یې هم د ځان لپاره ښه دنده نه شوای پیدا کولی.
په اړیکو کې یې هم ستونزه درلوده او داسې ښکارېده چې ژوند یې په سم ډول نه شوای مدیریت کولی.
دې څلوېښت کلن کس له څېړونکو سره په خبرو کې ویلي و، چې په وړکتوب کې ډېر چاغ و او ټولګیوالو به یې په بېلا بېلو بدو نمونو یادوه او مسخره کاوه به یې.
پوهېږئ!!! ددې سړي اصلي ستونزه دا وه چې اجازه یې ورکړې وه د خپلو ټولګیوالو دې خبرې یې په ذهن کې داسې منفي رېښې وزغلوي چې ان پر راتلونکي ژوند باندې یې بده اغېزه وکړي.
کله چې تاسو څوک په ښو یا بدو نومونو یادوی، په اصل کې یې زړي ستاسو په ذهن کې کرل کېږي، دا چې دغه زړی ستاسو په ذهن کې رېښې وزغلوي، شین شي، په بوټي بدل شي او که نه؟ دا بیا په تاسو پورې اړه لري.
همدا لامل دی چې په فکري ژوند کې نظم تر بل هر څه مهم دی. د بدو خبرو پر ځای ښه ده چې له خلکو واورئ: تاسو نیکمرغه یاست، وړتیا لرئ او کولی شئ لوی لوی کارونه تر سره کړئ. دې زړو (تخمونو) ته اوبه ورکړئ، ویې روزئ او د ورځې په اوږدو کې فکر پرې وکړئ. دا هغه څه دي چې تاسو پیاوړي کوي او واقعیت ته مو رسوي.
خو ډېر وخت موږ په غلطۍ سره تخمونو ته اوبه ورکوو. که تاسو اجازه ورکوئ چې د خلکو خبرې دې ستاسو په ذهن کې د یوه زړي په څېر وکرل شي، دا د هغوی ګناه نه ده. دوی نه شي کولی چې ستاسو په ذهن کې دې زړي ته اوبه ورکړي او را شنه یې کړي. دوی یوازې تخم کري. دا چې څوک اوبه ورکوي، روزي یې، پیاوړي کوې یې هغه خپله تاسو یاست.
دا چې ستاسو په ذهن کې کوم تخمونه ښه وده وکړي اختیار یې ستاسو په لاس کې دی. موږ ډېری وخت خپلې پړې پر نورو ور اچوو او وایو: هغوی زما په اړه خبرې کوي، هغوی هڅه کوي زه ښه ښکاره نه شم او یا دا چې هغوی پر ما نیوکه کوي. پرېږدئ چې خلک هر څه وایي و دې وایي.
 

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د طالبانو لخوا د زور حکومت په رسمیت نه پېژنو

by عاقله اسد in افغانستان

اروپايي ټولنه وايي دوی په افغانستان کې د زور له لارې رامنځ ته کېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلسون په تازه مرکه کې ویلي دوی ... نور ولولئ