هغه کړنې چې پوستکی ښکلی کوي

ژباړه: عایشه حیدري 

که څه هم د یوه ښایسته او پاک پوستکي لرل اسانه کار نه دی او هر څوک له دغه ارامتیا څخه برخمن نه دي، خو د پاک او ښایسته پوستکي درلودل ناممکنه هم نه دي، خو ځینې خواړه، ماسکونه او ځینې کړنې درسره مرسته کوي چې یو ښکلی، شفاف او صاف پوستکی ولرئ، بسنه کوي چې تاسو خپله وغواړئ چې ښکلی او روڼ پوستکی ولرئ او د درلودلو لپاره یې هڅه وکړئ.
ډېری خلک چې کله د ښکلي او شفاف پوست درلودو پرېکړه کوي، نو سمدستي یې ذهن ته ډاکټر، جراحي، د جراحۍ توکي او ماشینونه او ډېرې پیسي ورځي، همدا سوچونه او پیسې نه لرل، د انسان پرېکړه ورنه اخلي او د ښکلي، روڼ او صفا پوستکي درلودو هیله یې همداسې هیله پاتې کېږي، خو باید درته ووایو چې دا سوچونه بې ځایه دي.
نننۍ نړۍ او طبابت دومره پرمختګ کړی چې نه یوازې جراحي يو ښایسته پوستکی دربښلی شي، بلکې د ډاکټرانو سلامشورې سره سم ځينې کم لګښته کورنۍ درمل او لارې چارې هم شته چې ستاسو پوستکی، روڼ، صفا او ښکلی کولی شي، خو باید یاد ولرئ چې د ښکلي او صفا پوستکي درلودلو لپاره ستاسو اوږدمهاله هڅو، کلک هوډ او ترڅنګ یې يوې اوږدې مودې ته اړتیا ده، نو که غواړئ یو ښایسته او پاک پوستکی ولرئ، زموږ نننۍ لیکنه تر پایه و لولئ او لاندې یادې شوې لارې چارې عملي کړئ!

۱ – ورزش وکړئ

د ښایسته او پاک پوستکي درلودلو لپاره تر ټولو اړین ټکی ورزش کول دي. هغه خلک چې ورزش نه کوي، پوستکی یې ډېر ژر ګونځې کېږي، نو هڅه وکړئ چې ځانته یو ورزش وټاکئ او د ورځې په لړ کې ارومرو یو ورزش ترسره کړئ. اړ نه یاست چې سخت او دروند سپورټ وکړئ، که د ورځې په لړ کې نیمه ګړۍ ورزش هم و کړئ ستاسو د روغتیا او پوستکي لپاره بسنه کوي، خو هېر مو نه شي چې د ورزش پر مهال په کافي کچه اوبه وڅښئ.

۲ – د مخ عضلې پیاوړې کړئ

که غواړئ چې یو ښایسته او ښکلی پوستکی ولرئ، د مخ عضلې پیاوړي کړئ. د دې لپاره چې ستاسو د مخ عضلې پیاوړي شي د باتر غوړيو څخه ګټه واخلئ. دا غوړي نه یوازې دا چې د مخ عضلې پیاوړي کوي، بلکې د مخ پوستکی هم سپینوي.

۳ – د مخ د پوستکي سپین‌والي لپاره له ماسکونو څخه ګټه واخلئ

که چېرې د مخ د پوستکي سپین‌والي لپاره له ماسکونو څخه ګټه واخیستل شي، نو ډېر ژر به ستاسو د مخ پوستکی سپین او ښکلی شي. کېدای شي دا پوښتنه درسره وي چې دا ماسکونه څنګه ترلاسه کړئ؟ ستاسو په ځواب کې باید وویل شي چې دا ماسکونه په ډېرې اسانۍ سره په بازارونو او درملتونونو کې پیدا کولای شئ، خو د دغو ماسکونو د اخیستلو پر مهال د خپل پوستکي ځانګړنو ته ډېر پام وکړئ او هر هغه ماسک چې ستاسو له پوستکي سره سمون لري هغه ماسک واخلئ.
هڅه وکړئ هغه ماسکونه وکاروئ چې کیمیاوي مواد ونه لري، ځکه کیمیاوي مواد ستاسو پوستکي ته ډېر زیان رسولای شي.

۴ – د اوربشو د اوړو او مستو ماسک

د مخ د پوستکي د سپينوالي او ښکلا لپاره تر ټولو غوره او اسانه ماسک د اوربشو د اوړو او مستو ماسک دی. د دغه ماسک کارونې لپاره لومړئ نیمه پیاله د اوربشو اوړه، لږو مستو او اوبو سره یې يو ځای کړئ، وروسته بیا دغه ماسک د خپل مخ پر پوستکي کېږدئ، کله چې دغه ماسک وچ شو، مخ پر تودو اوبو ووینځئ. دغه ماسک ستاسو د مخ سوري بندوي او تاسو سره مرسته کوي چې ښکلی او سپین مخ ولرئ.

۵ – د کېلې ماسک

د کېلې ماسک مرسته درسره کوي چې ښکلی او سپین مخ ولرئ. د دغه ماسک کارونې لپاره لومړئ کېله سپینه او بیا یې ټوټې ټوټې کړئ، او بیا یې په خپل مخ وموښئ، وروسته له پنځلسو دقیقو څخه خپل مخ په تودو اوبو و مینځئ. دا ماسک به ارومرو ستاسو مخ سپین کړي.

۶ – د اوبو بخار څخه ګټه واخلئ

د اوبو بخار ستاسو د مخ د پوستکي اضافي مواد له منځه وړي، نو که غواړئ چې ستاسو د مخ اضافي مواد او زیان رسوونکی پوړ له منځه لاړ شي د اوبو له بخار څخه ګټه واخلئ. تاسو کولای شئ د لس دقیقو لپاره خپل مخ جوش شوو اوبو ته ونیسئ، خو د دې کړنې تر ټولو غوره لار له سونا حمام څخه ګټه اخیستل دي.

۷ – د قهوې ماسک

وروسته تر دې د خپلې قهوې پاتې برخه چې په پیاله کې پاتې کېږي ځان سره وساتئ، او ځان ته ترې ښکلی او غوره ماسک جوړ کړئ. د دغه ماسک جوړونې لپاره د پیالې په بېخ (لاندنۍ برخه) کې چې قهوه پاتې کېږي، د يوې هګۍ له سپینې برخې سره يو ځای کړئ، په خپل مخ یې وموښئ او وروسته چې ماسک وچ شو، خپل مخ په تودو اوبو ووینځئ.

۸ – د سیندونو اوبه وڅښئ

دا به تاسو ته د حیرانتیا خبره وي چې د سیندونو او کارېزونو اوبه مخ سپین او ښکلی کوي، خو د دې لپاره چې د سیندونو او کارېزونو اوبه په کافي کچه مالګه او معدني مواد لري، چې د انسان پوستکي ته ډېره ګټه رسوي، نو که یو سپین، ښکلی او طبیعي پوستکی غواړئ، په کافي کچه د سیندونو اوبه وڅښئ او ځان پرې ومینځئ.

۹ – د ګل رس (سور ګل) ماسک

که یو حساس او نازکه پوستکی لري او د شونډو شاوخوا مو چاودې شوي وي، نو د ګل رس ماسک وکاروئ. دا ماسک به ستاسو د پوستکي ګونځې له منځه یوسي او تاسو ته به یو ښایسته او سپین مخ در په برخه کړي.
د دې د ماسک کارونې لپاره یوه کاشوغه ګل رس واخلئ او د یوې کاشوغې ګلاب سره یې یو ځای کړئ، او په خپل مخ یې وموښئ، کله چې ستاسو پوستکي دا ماسک ځانته جذب کړي، تاسو کولای شئ خپل مخ په سړو اوبو ومینځئ. کوښښ وکړئ، په یې اونۍ کې دوه یا درې ځله دغه ماسک وکاروئ.

۱۰ – د سرو بانجانو ماسک

د دې لپاره چې ښایسته، پاک او سپين پوستکی ولرئ، د رومي بانجان له ماسک څخه ګټه واخلئ. دغه ماسک ډېر ساده دی، لومړئ رومي ټوټې ټوټې کړئ او بیا یې د پنځلس دقیقو لپاره په خپل مخ وموښئ، کله چې دغه ماسک وچ شو خپل مخ ومینځئ. د رومي بانجانو ماسک به ستاسو د مخ وچوالی او داغونه له منځه یوسي.
په پای کې باید یادونه وکړو، هغه کسان چې د مخ د پوستکي ښکلا او سپین‌والي لپاره له طبیعي ماسکونو، لکه د مېوو ماسکونو څخه ګټه اخلي، باید لومړی دغو خوړو ته د وجود دننه اړتیا پوره کړي. د بېلګې په ډول، که یو څوک د کېلې ماسک څخه ګټه اخلي لومړی بویه په کافي کچه کیلې وخوري او د خپل داخلي وجود اړتياوې پوره کړي، ځکه که دنننه د وجود د اړتیا وړ مواد له مېوو او نورو طبیعي موادو پوره نه وي او مونږ دغه مېوې د خپل پوستکې د ښکلا لپاره د ماسک په ډول وکاروو، نو زمونږ پوستکي ته به هېڅ ډول ګټه و نه رسوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي