ټولنیز ژوند ژوند بڼه

ارواپوهان وايي، میینتوب دا ۹ نښې لري

ژباړه: نسیمه محمدي

که مو خپل معمولي فعالیتونه پرې ایښي وي یا ډېر خوشبین شوي یئ، امکان لري میین شوي اوسئ…
ميينېدل د انسانانو یو له خورا عجیبه او حیرانوونکو تجربو څخه دی. هر څوک په نه یو ډول، دا احساس تجربه کوي، خو د میینتوب ځیني افکار او احساسات د انسانانو تر منځ مشترک دي، چې پوهېدل یې زموږ سره مرسته کوي پوه شو کله په مینه اخته کېږو.
ممکن شخص یو لړ ښکاره نښې پیدا کړي، لکه دا چې ونشي کولای د نوموړي کس پرته بل څیز یا شخص په اړه فکر وکړي. ممکن ډېرې نورې پېچلي نښې نښانې هم ولري.
هر څه چې وي د نن ورځې مینې او ملګري موندل د زرګونه جنجالونو څخه خالي او ساده نه دي. د دې لپاره چې لږ څه د دې پېچلتیا څخه کم شي، د ارواهپوهانو له نظره د میینېدلو ښکاره او څرګندې نښې تاسې سره شریکوو.

۱: د مقابل کس له ليدلو نه مړېږئ؛

په یو کس د مجذوب کېدلو کلاسیکه نښه دا ده، چې په ټول وجود د هغه چا د سترګو د نندارې محو کېږئ، چې خوښ مو دی. ارواهپوه او مشاور، مارک هکسټر وایي، دا یوه ښکاره نښه څخه ده، چې ښيي په کس ميینېږئ. نوموړی وایي:”یو کس ولې ونه غواړي، د هغه چا سترګو ته چې د ده په نظر د نړۍ تر ټولو ښکلی او جذاب دی، ځير شي؟”
خبره دا ده، کله چې د خوښې کس ته ګورئ، یوازې ظاهر نه وینئ. ممکن خپل ټول ژوند د هغه/ ې سره وګورئ یا لږ تر لږه یې تصور کړئ. هکسټر وایي:”که انسان د یو په لټه کې وي. که مو مور د نوو زېږدي ماشوم د نندارې پر وخت لیدلي وي یا هم ماشوم ته په مینه کتلو پر وخت، دې لېوالتیا سره، معشوق/ ې ته ځير کېدل احساسوئ.”

۲: خپلې ورځنۍ چارې فعالیتونه مو پرې ایښي؛

د ملګري موندلو ارواهپوه، ماډلین میسون روانتري وایي، که د یو چا تر څنګ د وخت تېرولو څخه خوند اخلئ او خوښ یئ، د مغز د پاداش ورکولو برخه دا انګېزه چې وغواړئ” لږ نور ډېر” وخت له هغه/ې سره زیاتوي او” انسان هوسېږي له هغه/ ې سره واوسي.”
ممکن کس د هغه/ ې سره د زیات وخت اوسېدلو لپاره بېلابېلې لارې ولټوي، هیلمن کېږي، چې دا تازه پیوند او اړیکه د دوی تر منځ ټینګه کړي.

میسون روانتري وايي:” مثلا ستاسې د سالسا نڅا خوښه نه ده، خو ناڅاپي وینۍ چې د سالسا په نڅا کلپ کې نوم لیکنه کوئ، حتا معشوقه/ معشوق مو هم هلته نشته، یوازې د دې لپاره چې په دې ډول احساس کوئ، هغه/ ې ته نېږدې کېږئ او شوي یئ. پر دې سربېره انسان د هغه / ې سره د خبرو کولو لپاره پلمې لټوي او ممکن له دې طریقه هغه د ځان په لوري جذب او نېږدی کړی مو وي.”

۳: په ټوکو کې یې ناخوښونکي کړنې چندانې بدی نه ګڼئ؛

هکسټر وايي:” د مینې او په ځانګړې توګه د تازه مینې قدرت، په ازلي توګه زموږ په وجود شتون لري.”
سره له دې کله چې معشوق/ معشوقه کوم کار کوي، چې ممکن زموږ خوښ نشي؛ مثلا سست او بې نظمه وي یا هم د کار ترسره کولو وروسته هرڅه ګډوډ پرېږدي، ستاسې خوښ نه دي، ارزښت نه ورکوئ. حتا امکان لري، چې دې کړنې ته مو پام هم نشي.
هکسټر وايي:”مینه ډېره پیاوړې کېدلای شي او ټول خنډونه او موانع له منځه وړلای شي. مور او پلار ووینئ، چې څنګه خپل اولاد سره مینه لري او وايي، هر څو چې خېرن وي یا دوی خوب ته نه پرېږدي، بیا هم ورته ګران وي.”

۴: کله چې له یو بل سره یئ، د وخت په تېرېدو نه پوهېږئ؛

ارواهپوهه او مشاوره، ډاریا کاس وایي، کله چې په یوه کس میینېږئ ممکن احساس کړئ تر کوم وخت چې له هغه/ ې سره یئ، وخت ډېر ژر تېرېږي.
معمولا کله چې د خوښې وړ چارې تر سره کوئ هم همدا احساس لرئ. د هغه کس تر څنګ اوسېدل چې که پرې مینېږئ، هم له دې امره مستثنا نه دی.

نوموړې وایي:”کله چې یې تر څنګ یئ، ګمان کوئ ځان درڅخه هېرېږي او د وخت د ثانیو تېرېدو ته متوجه نه اوسئ.”

۵: معشوق/ه مو په نظر معصوم دي؛

هکسټر وايي کله چې میینېږئ، واقعیت ليدل مو تر یوه حده ګډوډېږي.
هکسټر زیاتوي:”کله چې د زړه له تله پر چا میینېږئ، امکان لري، په اصلي توګه یې شخصیت، کلام او کړنې ووینئ.”
په دې ډول ممکن د بل کس کلام او چلند تاسې ته د زغملو وړ نه وي، خو هماغه کړه وړه چې له خپل معشوق/ې وینئ، ممکن چې مینه مو لا زیاته شي، ځکه هغه ستاسې په نظر معصوم/معصومه ده/ې.
هغه وایي:” حتا که د ژمي موزې په پښو کړي، په نظر کې مو ښه پرېښي، هغه له نیمګړتیا پرته د نړۍ تر ټولو ښایسته او ښکلې/ی وینئ. په اصل کې ستاسې ټول احساسات د هغه/ ې بشپړتیا او کمال په لور کږې وي.”

۶: زیات خوشبین کېږئ؛

میسون روانتري وایي عجیبه ده کله چې په یوه کس زړه بایلۍ، د نړۍ هر څه مو په سترګو ښکلي او خارقالعاده ښکاري.
هغه وايي: ” ممکن په نامعلومو دلایلو، احساس کړئ، چې له پخوا لږ تاند اوسئ. د دې احساس لامل د دوپامین افراز دی، کله چې د هغه/ې په څنګ کې یئ، په اړه یې فکر کوئ، یا په هغو چارو چې د هغه/ې په فکر کې کوي مو، دوپامین په بدن کې ترشح کېږي.د ليدلو لپاره هیلمن انتظار د وجود اضطراب کموي او د ژوند په نسبت ښه حس پیدا کوئ او له اروايي پلوه روغ تر سترګو کېږئ.”

۷: غواړئ مچو یې کړئ او یا هم ناز وکړئ؛

دا هم ممکنه ده، چې نادره په نظر ورسېږي. خو د هغه/ې د مچو کولو او نازولو لېوالتیا، د ذهني اند په پرتله ډېر ژور وي.
کله چې دلبر لمسوئ”د مینې هورمون/ اوکسې توسین” په بدن کې آزادېږي.
کاس وايي:” دا هورمون د خوښۍ لامل ګرځي او د معشوق/ې سره اړیکه لا ټينګوي.”

۸: تل د هغه/ ې په اړه فکر کوئ؛

هکسټر وايي:”ميينېدل د دې لامل کېږي د احساسي پلوه، مقابل لوري ته تسلیم شئ.”
هکسټر وايي د احساساتو په دې تسليمۍ کې، په يو ډول د هغه/ې سره یو فکر کېږئ او فکر او خیال مو په منګلو کې نیسي داسې چې یوه شېبه مو له ذهنه نه وځي. دا بیا هم د اوکسې توسین په لوريينې رامنځته کېږي، چې د غېږ کې نیولو پر وخت په مغزو کې افرازېږي. نوموړی وايي:” دا هورمون زموږ پر احساساتو، پېژندګلوۍ او ټولنیزو اړیکو اغېز ښندي او دا ټول د دې لامل ګرځي، هغه/ې ته د ډېر نېږدېوالي احساس کړئ او زیاته مینه ورسره پیدا کړئ.”

۹: خوښي یې غواړئ؛

هکسټر وايي کله چې د مينېدو په حال کې یئ، له بل هر وخت ډېر ځوانمرده او سرښندونکي کېږئ.
هغه وايي:”دا ځانګړنه یوازې د هغه مينې اړوند ده، چې پخه وي او ممکن د ژورې او تلپاتې مینې نښه وي.
خوښي او خوشحالي نه یوازې ځانته، بلکه په هماغه اندازه یې هغه/ ې ته هم غواړئ.”

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ