فبروري 27, 2021

ولې پر یوه بې کفایته شخص مئینږو؛ څو سببونه مو راټول کړي

  • ژباړه: نسیمه محمدي

کله چې د عاطفي اړیکو خبره رامنځته شي، موږ د شخص د سنجولو لپاره د معیارونو لېست لرو. بعضې له موږ څخه څېرې، مال او شتمنۍ ته پام کوو، د شخص د لوړ اعتماد په نفس، په لوریېنه یا سخاوت زړه تړو. خو ولې بعضې له موږ څخه د یوې اړیکې په لړ کې ناسم شخص ټاکو، سره لدې چې له وړاندې پوهېږو، چې څه غواړو؟
د انسانانو د ذاتي پيدایښت له مخې، دوی د مینې په لټه کې وي. مینه د اوبو او خوړو په اندازه موږ ته مهمه ده.
په لوړ ګمان له همدې امله ده کله، چې یو کس وپېژنو( نامناسب/ بې کفایته) شخص، سترګې مو ړندې شي. دا تېروتنه احساسوو، خو سترګې پرې پټوو. وایو دا د متعهد کېدو وېره او هیجان دی. په داسې حال کې چې ځان د یوې تیارې او مبهمې راتلونکې لورته، چې ممکن په خپله ځولۍ کې بېخوبي، اندېښنې، وسوسې او بې کچې کړاوونه ولري، سوق کوو.
حتا که د وجود هره ذره مو نعره کړي، چې له دې اړیکې لاس په سر شه، خو بیا هم پاتې کېږو.

  • ولې په یو نا مناسب شخص مینېږو؟

په کوچنیوالي کې د کورنۍ له لوري رټل شوي/ شړل شوي یو؛ په نا ارادي توګه په لویوالي کې دا اُلګو څارو او د هغه چا په لور ورځو، چې نشي کولای زموږ تر څنګ پاتې شي.
اعتماد په نفس مو کم دی؛ که په یوې پرېشانه او پاشلې کورنۍ کې زېږېدلو اوسو، اعتماد په نفس مو کم او ټيټ دی. ځکه تل رټل شوي، ځورول شوي یا هم نا ګڼلي نیول شویو یو.
نو دا په څپله د دې لامل ګرځي، فکر وکړو د مینې لرلو د حس حق نه لرو او تل د داسې عاطفي اړیکو په لټه کې اوسو، چې بیا ځلي د نه ګرانښت حس تکرار کړي.
له صمیمیت وېره لرو؛ په یو نا ماسب شخص، چې د لاسرسي وړ نه وي، مینېږو او اړیکه جوړو، ځکه زموږ په آند د داسې شخص ټاکل د صمیمیت او دوستۍ څخه د لرېوالي لپاره ښه لار ده.
په ماشومتوب کې د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخ کېدل، هم د دې لامل ګرځي تر څو داسې شخص وټاکو، چې نشي کولای تاسې ژمنه وکړي او په نا خود آګاه ډول غواړو له درد او رنځ لرې یا لږ مخ شو.
کله چې ضمیر د یو شخص په ښه والي دوه زړی وي، ځانګړې کیمیاوي ماده افرازېږي، چې د خوښۍ احساس پیدا کوو. خو لویه ستونزه دا ده: دا نه غوښتونکی ضمیر د شخص په ټاکل کېدو کې ډېره لویه تېروتنه کوي، حتا کوم شخص چې زموږ وړ او مناسب نه وي، بیا هم دا احساسات لېږدوي.
کله چې بې خبره او د هیلو او آرزوګانو د کنټرول وس و نه لرو، په یوه نا مناسب شخص د مینېدو شونتیا شته. هر څه زموږ په درک سره پیلېږي. نو باید په ځان کنټرول ولرو، تر څو د احساساتو له اغېزمنتیا پرته، ښه ټاکنه ولرو.
 

  • څنګه د واده لپاره، ښه ملګری/ې وټاکو؟

د ګډ ژوند غوره شریک هغه کس دی، چې وکولای شي زموږ اوږد مهاله غوښتنې او اړتیاوې پوره کړي، نه لنډ مهاله احساسات. نو که د وړ شخص د ټاکلو هوډ لرو، لومړی باید خپلې مهمې او اصلي اړتیاوې وپېژنو.
پام مو وي، چې اوږد مهاله اړتیاوې او موخې باید له لنډ مهاله سره اشتباه نشي. که اعتماد په نفس و نه لرو، شاید د لوړ اعتماد په نفس لرونکي شخص سره اړیکه جوړه شي، خو که خپل اعتماد په نفس لوړ او وروزو، دا اړتیا له منځه ځي.
ځینې وختونه له واده وروسته د مینې د لمنځه تللو یو لامل دا هم وي، چې تاسې د خپل ژوند شریک د ژوند د لنډ مهاله اړتیاوو پر بنا انتخاب کړی او هغه اړتیاوې اوس نور نشته.
کله چې خپلې غوښتنې لیکو، نو په ځای ده ، چې آګاه اوسو خپل تمایلات د هغو اشخاصو څخه په لرېوالي کنټرول کړو، چې اوږد مهاله غوښتنې نشي پوره کولای، او د دا ډول شخص مجذوب نشو.
سرچینه: بېتونه

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ