د معدې د تېزابو د له منځه وړلو لپاره لس کورني درمل

ژباړه: سنګر منګل
لکه څرنګه چې ګورو زمونږ ګڼ شمېر هېوادوال د معدې د تېزابو يا رفلاکس او د معدې اچ پايلوري ناروغيو څخه په تکليف دي او په زياتو ډاکټرانو ددې لپاره ګرځي چې د معدې د دغو ناروغيو تداوي وکړي.
اما سربېره پر دې چې رنګا رنګ کيمياوي درمل کاروي بيا هم نا راضه دي.
مونږ دلته هغه لس قلمه کورني دارو چې پرته له جانبي عوارضو او اقتصادي مصارفو ستاسو دا ستونزه حلوي، د مشهورو نړيوالو متخصصو ډاکټرانو له قوله ژباړلي دي، ستاسو په چوپړ کې وړاندې کوو، هيله ده په منظمه توګه ترې ګټه پورته کړئ او ناروغي مو ورسره له منځه لاړه شي.
لمړی: د کشماليو پاڼې
په کشماليو کې په طبيعي ډول د پړسوب د کمولو او اراموونکې ماده ده چې په کم وخت کې د معدې د تېزابو د له منځه وړلو جوګه کېږي.
که چېرې د کشماليو درې يا څلور پاڼې په يو ګيلاس اوبو کې وجوشول شي او له لږې دمې وروسته وڅښل شي په معده کې به د تېزابو د کمښت احساس وکړئ، دا چاره بايد څو پرلپسې ورځې تکرار شي.
دوهم: باديان
د متخصص ډاکټر انشول جيبارات په وينا، هغه ناروغان چې د معدې له تېزابو شکايت لري دوی دې له ډوډۍ څخه وروسته کمه اندازه باديان په خوله کې وژوي او اوبه دې ورته تېرې کړي، د باديانو ذايقه د معدې د تېزابو د زياتوالي مخنيوی کوي.
د تغذيې يو بل متخصص ډاکټر “شيلپا ارورا” وايي، د باديانو چای د معدې د تېزابو د مخنيوي او همدارنګه د باديانو غوړ د خوړو په هضمولو کې له معدې سره زياته مرسته کوي او بلاخره د معدې د تېزابو د کمېدو لامل کېږي.
دريم: زېړ لرګی” دارچيني”
دغه د ګڼ شمېر ګټو لرونکی طبيعي بوټی د معدې د تېزابو ضد دی، د غذايي موادو د هضم او خوړو څخه د ويټامينونو په اخستلو کې هم له معدې سره مرسته کوي.
د زېړ لرګي يا دارچيني له چای او په خوړو کې يې کارول د معدې د روغتيا او د اسيدو د نورمال کولو غټه سرچينه ګڼل شوې.
څلورم: شړومبې” د مستو محلول”
اياَ په دې پوهېدئ چې شړمبې د “ايوروډا” يا هندي دوديز طب کې د بدن او ذهن لپاره د ګټورو خوړو برخه ګڼل شوې ؟
نو که چېرې بيا ځلي د سختو غذايي موادو له خوړلو وروسته مو د معدې تېزاب زيات شول او درد مو احساس کړ، له کيمياوي دواګانو څخه تېر شئ او پر ځای يې بې له ځنډه يو ګلاس شړمبې وڅښئ، شړمبې يا مستې د لاکتيک اسيد درلودونکي دي چې د معدې اسيد نورمال حالت ته بيايي.
که چېرې غواړئ نوره هم له دې چارې ښه ګټه پورته کړئ نو د تورو مرچو کمه اندازه پوډر او د کشنيزو څو پاڼې هم وړې وړې او د مستو په محلول کې يې ور ګډې کړئ او بيا يې وڅښئ.
پينځم: ګوړه
د هند د نوي ډهلي د فورټيس روغتون مشهور ډاکټر ” مانوج کې اهوجا” ( Manoj K Ahuja ) وايي ګوړه د مګنيزيم د درلودلو له کبله د کولمو د قوي ساتلو سربېره د خوړو په هضمولو کې له معدې سره ډېره مرسته کوي.
ډاکټر “مانوج کې اهوجا” له همدې امله سپارښتنه کړې چې له خوړو وروسته يوه اندازه ګوړه هم وخورئ ترڅو يې له ګټې برخه من شئ.
د طب متخصص ډاکټران وايي، سره له دې چې ګوړه د معدې د تېزابو د کولمو د جدارونو د قوي ساتلو لپاره ګټوره ماده ده په همدې سلسله نورې ګڼ شمېر فاېدې هم لري، دوی وايي په ګرمو سيمو او د اوړي په موسم کې د ګوړې محلول يعنې د ګوړې شربت له ګرمۍ او جل وهنې څخه د انسان بدن ژغوري او د بدن په روغتيا کې ورسره بشپړه مرسته کوي.
شپږم: لونګ
د چين د دوديز طب په تېرو تاريخونو کې لونګ د پړسوب د ژر له منځه وړلو ضد مهم درمل وو، لونګ په طبيعي ډول د پړسوب د له منځولو خاصيت لري، نو په همدې ترتيب د معدې د ګازو د ژر ختمولو لپاره غوره دوا ده.
د هغو غذايي موادو چې په طبيعي توګه په معده کې د ګازو د جوړېدو باعث کېږي لکه لوبيا، نخود، دال او داسې نور…
تاسو کولای شئ د لونګ څو دانې پکې ورسره پښې کړئ، له لونګو خوړلو سره به له يوه پلوه ستاسې د خولې بد بويي چې د معدې د پړسوب او تېزابو پواسطه پيدا کېږي له منځه لاړ شي او له بلې خوا به مو له معدې سره د تېزابو په کمولو کې خورا مرسته وکړي.
اووم: شنه زيره
د شنې زيرې دانې په فوق العاده توګه د معدې د تېزابو د کمولو لپاره مناسبه دوا ده چې له معدې سره د خوړو په هضمولو کې د مرستې سربېره د معدې اسيد يا تېزاب نورمالوي.
د زيرې يوه اندازه په ورځني ډول له خوړو سره ګډ وخورئ دا چاره به مو په کم وخت کې د معدې درد له منځه ويسي.
اتم: زنجبيل يا ادرک
په يوناني طب کې د ډېرو پخوا زمانو څخه زنجبيل يا ادرک د ګڼ شمېر ناروغيو لپاره کارول کېده.
پخوانيو خلکو به سربېره پر دې چې ادرک يې د معدې د اسيدو د کنټرولو لپاره کاروه د کولمو درد لپاره يې هم ترې ګټه اخستله.
لکه څرنګه چې ادرک “side effects” يا جانبي عوارض زيات نلري که په ورځني ژوند کې ترې ګټه پورته شي ورسره د معدې د تيزابو ميزان هم را ښکته او بلاخره به له منځه لاړ شي.
خو که چېرې له اندازې زيات وکارول شي بېرته د معدې د درد او تېزابو د پيدا کېدو سبب کېږي، نه بايد زيات استعمال شي.
نهم: سړې يا يخې شېدې
سړې شېدې د کلسيمو په درلودلو سره د معدې د تېزابو د زيات توليد مخنيوی کوي، هڅه وکړئ چې د بې غوړه شېدو څخه استفاده وکړئ، ځکه چې غوړ لرونکې شېدې د رفلاکس يا اسيدو سرعت زياتوي چې په همدې سبب بېرته د معدې د سوځېدو باعث کېږي.
د تغذيې متخصص ډاکټر انشول جيبارت وايي:
کله مو هم چې د معدې د سوزش يا سوځېدو احساس وکړ بې له ځنډه يو ګلاس سړې او بې غوړه شېدې وڅښئ، دا به مو ډېر ژر د معدې سوزش له منځه وېسي.
لسم: مستې يا ماسته
لبنيات هم د ځينو ګټورو نباتاتو په شان د رفلاکس د کنټرولولو لپاره ګټوره منبع ګڼل کېږي.
هغه ناروغان چې تيزابي معده يا رفلاکس لري کولي شي چې د معدې د سوزش په وخت کې له ساده مستو ګټه پورته کړي.
که چېرې غواړي مستې خوږې کړي لږ اندازه شهد يا عسل دې پکې اضافه کړي او بيا دې وخوري، له دې چارې سره به په لنډه موده کې د معدې د سوزش د ارامېدو احساس وکړي.