د معدې ټپ او لس مهمې نښې یې

ژباړه: عطا محمد میاخېل
د معدې ټپونه هغه دردونکي ټپونه دي چې د معدې په دنننۍ (داخلي) برخه کې رامنځته کېدای شي او دا شرایط هر کال په نړۍ کې پر میلیونونو کسانو اغېز کوي.
روغه او سالمه معده د یوه دننني ساتونکي پوښ لرونکې ده، چې د تېزابونو د شیرو او د ټپ د رامنځته کېدلو په وړاندې له دې حساس غړي څخه ساتنه کوي. سر بېره پر دې ځینې کسان د معدې په ټپونو له اخته کېدلو سره مخامخ دي، چې تر ډېره، د اوږد مهال لپاره، د ناسټروئیډي ټپونو د ضد درملو د کارولو، د درد ضد درملو یا یو میکروب د ایچ پایلوري بکتریا د فعالیت په وسیله رامنځته کېږي. ښه خبر دا دی، چې پر وخت درملنه د ډېری ټپونو د ښه کېدا سبب کېدای شي. د دې لیکنې په دوام، د ټپ د رامنځته کېدلو له ځینو نښو نښانو سره آشنا کېږو، چې نباید نالیدلي یې ونیسو.
۱ ـــ د خېټې په پورتنۍ برخه کې له ځانګړي درد سره مخامخ یاست
د خېټې په پورتنۍ برخه کې درد، د ټپ یوه له دودیزو نښو نښانو څخه شمېرل کېږي. ټپونه د پورتني هضمي سیستم په هره برخه کې را منځته کېدای شي، خو کله چې د هغو په تړاو خبرې کېږي، تر ډېره زموږ ذهن ته معده او کوچنۍ کولمې راځي، د ټپ له امله درد معمولاً هغه مهال رامنځته کېږي، چې معده تشه وي، یاد درد  کولای شي د یوه څه خوړنیزو توکو له خوړلو وروسته له منځه لاړ شي.
۲ ـــ د زړه‌بدوالي حالت لرئ
زړه‌بدوالی د ټپ یوه بله پېژندل شوې نښه ده. د معدې په ټپ باندې اخته ډېری کسان دې ته اشاره کوي، چې په معده کې د موجودو خوړنیزو توکو کمه اندازه د ټپ د نښو له آرامتیا او تسکین سره مرسته کولای شي.
۳ ـــ بې دلیله کانګې کوئ
کله وخت، له ټپ څخه را منځته شوی، زړه‌بدوالی په دې کچه شدید وي، چې د کانګو کولو سبب شي. د دا ډول پېښې د رامنځته کېدلو په صورت کې د ایبوپروفین او اسپرین درملو له خوړلو څخه ډډه وکړئ. له نسخې پرته دا آرام بښونکي درمل مو اصلاً په معده کې د لا زیاتو ټپونو د رامنځته کېدلو خطر زیاتوي.
۴ ـــ ستاسو په غایطه موادو کې وینه شتون لري
هغه وینه، چې په هضمي سیستم کې رامنځته کېږي، کولای شي، بېلابېلو روغتیایي ستونزو ته اشاره ولري، کله چې وینه بهېدنه د خېټې د پورتنۍ برخې له درد سره مله وي، کېدای شي لامل یې یو ټپ وي. ډېری ناروغان په خپلو کانګو او غایطه موادو کې وینه ویني، چې په غایطه مواد کې د وینې شتون کولای شي، رنګ یې تور کړي.
په خېټه یا سینه کې درد او وینه لرونکو غایطه موادو سره د فرد د مخامخ کېدلو په صورت کې، تر ډېره روغتیاپالان (ډاکټران) د وینې او اندسکوپي معاینه لیکي، د اندسکوپي معاینې په مرسته روغتیاپال کولای شي، د معدې حالت او دا چې آیا دا نښې د یوه ټپ له امله دي یا نه، بررسي کړي.
په غایطه موادو کې وینه ممکن د هموروئید له امله رامنځته شوې وي یا په لویو کولمو کې د سرطان د شتون نښه وي، له دې امله د شرایطو د دقیقې ارزونې لپاره روغتیاپال ته ورتګ، تر ټولو غوره ټاکنه ده.
۵ ـــ د سینې له درد سره مخامخ یاست
د معدې په ټپ باندې اخته ځینې ناروغان، په سینه کې درد احساسوي، چې د سینې دې درد ته د زړه درد نه ویل کېږي، په دې مانا چې د زړه یوه حمله یا د زړه ناروغي یې د رامنځته کېدلو لامل نه دی، دا درد معمولاً په هضمي سیستم کې د ستونزې د را پیدا کېدو په وسیله رامنځته کېږي، کېدای شي اروایي فشار (سټرس) او خپګان هم د دې ستونزې د رامنځته کېدلو تر شا رول ولري.
۶ ـــ د تېر په پرتله د معدې له ډېر باد سره مخامخ کېږئ
که د تېر په پرتله په معده کې د ډېر باد له احساس سره مخامخ کېږئ، دا ښایي په هضمي سیستم کې د ډېر باد او د یوه ټپ رامنځته کېدو مسئلې ته اشاره ولري. البته باد د ساده او آسانه دلیلونو، لکه د ډېر خوارک له امله هم رامنځته شي، خو کله چې د ټپ له نورو نښو سره مل کېږي، نو غوره ده، چې د یوه روغتیاپال له خوا بررسي شي.
۷ ـــ بې اشتها شوي یاست
د وزن کمښت د ټپ د رامنځته کېدلو یوه له کمو دودیزو نښو څخه ګڼل کېږي. د ټپ د رامنځته کېدلو په وسیله ښایي بې اشتها شوي وي او د معدې درد خواړه خوړل درته ستونزمن کړي وي، دا له کانګو سره مل، له خوړو خوړلو سره نه لېوالتیا، کله ناکله ښایي د وزن د ناڅاپي کمښت سبب شي.
۸ ـــ د لوږې له عجیب احساس سره مخ یاست
په هغو شرایطو کې، چې د ټپ رامنځته کېدل د بې اشتهایۍ سبب کېږي، خو ځینې کسان، د هغه په وسیله د لوږې عجیب احساس تجربه کوي. درد ښایي د یوې لنډې مودې لپاره، له خوړو خوړلو وروسته ښه شي.
۹ ـــ د بدن شا ته یانې د اوږو په منځ کې درد احساسوئ
که څه هم د ټپ له امله په خېټه کې د درد احساس معمول دی، خو ځینې کسان د بدن شا ته یانې د اوږو په منځ کې هم له درد څخه خبرې کوي، دا شرایط ممکن نښې لا پسې پېچلې او حیرانونکې کړي.
۱۰ ـــ په پرله‌پسې توګه ارګمي کوئ
ارګمي کول، د ټپ یوه له کمو دودیزو نښو څخه ګڼل کېږي، خو که په دې پورې تړلو نورو نښو سره مل وي، نو باید روغتیاپال ته مراجعه وکړئ، که له معمول بریده زیات ارګمي کوئ، باید د دقیقو شرایطو د بررسۍ لپاره روغتیاپال ته ورشئ، چې دا ارګمي د یوه ټپ له امله رامنځته شوي او که نه، خو دا یوه ښه نښه نه ده او روغتیاپال یې د رامنځته کېدلو لامل پېژندلای شي.   
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي