اپریل 21, 2021

د معدې د اسیدي درملو ډیر استعمال مو په شکر ناروغۍ اخته کوي

امریکايي ساینسپوهانو په خپله یوه نوې څېړنه کې اعلان کړی دی، چي د معدې د ریفلاکس اسیدي درملو په زیاته کچه استعمال، کوم ته چي د پروتون پمپ د تنظیمونکي په نظر کتل کېږي، د شکر په ۲ ډول باندي د اخته کیدو ګواښ لوړوي.

د میډیکل اکسپرس د رپوټ په اساس، د پروتون پمپ تنظیمونکې دواوې، چې یو له هغه څخه امپرازول دی، د جهان د هغو لسو تر ټولو ډیرو استعمالیدونکې دواوو څخه ده، چي د معدې د زخم او ښه هضم لپاره ترې ګټه پورته کېږي.

خو د دغو دواوو ډیر استعمال ته د هډوکو د ماتیدو دخطر، په بدن کي د ویټامین بي او مګنیزیم د کمبود، د پښتورګو بشپړه خرابېدنه، د معدې او کولمو د التهاب او معدې د سرطان سره اړیکه لري.

د معدې د اسیدي درملو ډیر استعمال په شکر ناروغۍ د اخته کیدو ګواښ ډېروي. د دغو ساینسپوهانو په اند، هر څومره چې دغه دواوي ډیري استعمال شي، په هماغه کچه به یې په شکر د اخته کېدو ګواښ هم لوړ شي. داسي چي تر ۲ کاله پوري مصرف یې ۵ فیصده او تر هغه ډیر په شکر د اخته کېدو ۲۶ فیصده خطر سره مل دی.
هغوی زیاتوي، چې د دوی څېړنې دا ښکاره کوي، د اسیدي دواوو مصرف په کولمو کي د باکټریاوو په انواعو او تعداد کي د تغیراتو سبب کیږي، او په شکر (ډیابت) باندي د اخته کېدو ګواښ زیاتوي.

ساینسپوهان خبرداری ورکړی، چي ډاکټران باید د دغو دواوو د تجویز مثبت او منفي اړخونه په ډېر پام سره وسنجوي، او هغه مریضان چي تر دوه کاله ډېر له دې دواوو ګټه اخیستې وي نو د شکر ناروغۍ باندې د اخته کېدو چانس یې ډېر وي، چې باید په مصرف کې احتیاط وشي، او ډاکټران هم له ناروغانو د دې دواوو په اړه پوښتنې وکړي.

 

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ