مارچ 5, 2021

میدان وردګ کې میوو او سبو ساتنې لپاره ځانګړې خونې جوړیږي

راپور: بشر درویش
په میدان وردګو ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژو د بنسټ ډبره پرون ددې ولایت د والي، د حکومتي ادارو چارواکو، د خلکو یوشمېر استازو، بزګرانو او بڼوالو په شتون کېښودل شوه.
د کرنې وزارت وايي، په هغه غونډه کې، چې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې د بنسټ اېښودو په موخه جوړه شوې وه، د میدان وردګو ولایت والي مظفر الدین یمین د یاد ولایت د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل او زیاته یې کړه:

«د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژې بڼوالو او بزګرانو ته یو ښه فرصت دی او زېرمتونونو او سړوخونو جوړول به د میدان وردګ ولایت د کرنیزو محصلاتو په خوندیتابه کې رغنده رول ولري.»

ښاغلي یمین ددې ولایت د ولایتي شورا وکیلانو، علماوو، ولسونو او خلکو څخه وغوښت چې ددې پروژې په پلي کولو کې له اړوندو چارواکو سره همکاري وکړي، ترڅو یاده پروژه په ښه ډول پلی او ددې ولایت کرنیز توکي مدیریت شي.

د خلکو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول

د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ولید احمدتسل وویل، چې دیادو پروژو د پلي کېدو موخه د بڼوالۍ او کرنیزو محصولاتو مدیریت او ساتنه، د کار زمینې برابرول او په ټوله کې د خلکو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

میدان وردګ کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژو د بنسټ ډبره پرون کیښودل شوه – وزارت

ښاغلی تسل وویل:

«میدان وردګ یو کرنیز ولایت دی، چې تر ۱۰۰ زره ټنه مڼې، ۹۰ زره ټنه کچالو او همدارنګه په لویه کچه پیاز تولیدوي او د زېرمتونونو او سړوخونو په جوړولو سره به د یادو محصولاتو زیاته برخه له خوساکېدو او ضایع کېدو څځه وژغورل شي.»

د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې چارې د کابل له میربچه کوټ ولسوالۍ څخه پیل شو. ترهغه وروسته ددې برنامې چارې په هرات، دایکندي، کندهار، پکتیا، بامیان، پروان، لوګر او ننګرهار کې پیل شوې.

بڼوالو ته ځانګړې طرحه

افغان کرنې وزارت وايي، د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې په اډانه کې ټاکل شوې، چې بزګرانو او بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او د مڼې، انارو، انګور او زردالو لپاره سلګونه صفرانرژۍ سارک سړې خونې جوړې شي. دغه راز پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو وچوونکي آلې وېشل کیږي او ترڅنګ یې د کرنیزو محصولاتو د سترو پروسس کوونکو ملاتړ هم کیږي.
 
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي