ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر

اختر مو مبارک؛ د میدان وردګ ولایت اختریز دودونه

ټولو ته جوته ده چې اختر یوازې مسلمان ملت پورې اړه لري، کافر ترې مستثنا دی؛ نو هر هغه کار چې په اختر کې کېږي باید د واقعي مسلمان په توګه وشي، له ریا، ځان ښودنې، تربګېنت او لویۍ نه پکې ډډه وشي. مخکې تر دې چې نور مسایل راوسپړو، راځئ په ټولیز ډول د پښتنو او په ځانګړي ډول د میدان وردګو اختریز دودونه وښیو چې له نورو پښتنو سره توپیر لري که نه ټول یو شان رواجونه لري.

د مسلمان په توګه مسوولیتونه:

هر مسلمان/ې ته بویه چې د اختر پر ورځ غسل وکړي، ځان سوتره کړي، اودس ولري، هغه اذکار چې په عرفه کې یې لوستل په دې ورځ کې یې ولولي. پاکې جامې به اغوندې( نوې/ زړې)، خوشبويي که ولري ودې کاروي. نارینه به د اختر لمانځه ته ځي، څو اختر یې خپله واقعي مانا وموندي؛ ځکه داسې کسان شته چې له شرعي عذر پرته د اختر لمانځه ته نه ځي؛ خو اختري کولو او چکر ته ځي.

مېرمنې د خاوند تر راتګ دمخه ځان سینګار( مناسب) کوي او د اختر مبارکۍ په پار چمتو کېږي. کله چې د اختر تکبیر وویل شو، لمونځ ادا شو، بیا د جومات ټول حاضرین یو بل ته  اختر مبارکي وايي. نارینه کور ته راستنېږي او له خپلې کورنۍ سره اختر مبارکي کوي. تر دې وروسته د ذبحې وخت راځي چې هر څوک د خپلې وسې او مکلفیت له مخې د خدای تعالی د خوښي لاسته راوړلو په موخه یو څاروی حلالوي. شرط په قربانۍ کې د خدای رضا حاصلول دي، سیالي او رقابت ذبحه فاسدوي؛ ځکه خدای ج د چا لګښت ته اړتیا نه لري. نیت او هوډ باید پر دې بنا شي چې موخه د قربانۍ د خدای رضایت وي.

د مسلمانانو بل مسوولیت تر قرباني وروسته د هغې غوښې وېشل دي. غوښه به درې برخې کوي، یوه برخه د بېوزلو، یوه د خپلوانو او درېیمه برخه د خپل ځان لپاره وساتل شي. یو د بل تګ/راتګ د بل هر څه تر څنګ د افغانانو دود دی.

پښتني اختریز دودونه:

په ټولیز ډول د ټولو افغانانو اختر یو رقم لمانځل کېږي؛ خو پښتانه له نورو هېوادوالو سره یو څه توپیر لري. هغه دا چې درانه دودونه لري. تر اختر څو ورځې دمخه کوژدن هلک د خپلې کوژدنې کره د خپلې وسې مطابق اختری/ اختریزه ډالۍ وړي. دې ډالۍ کې جامې، بوټونه/ څپلۍ، ګوتې او نور سینګار توکي شامل وي. پخوا به د اختري وړلو کې د ترونو یا نږدې خپلوانو کورنۍ هم بلل کېدې؛ خو اوس دا دود یوازې تر دوو خوېښانو محدود شوی.

د اختر پر ورځ تر قربانۍ وروسته خلک د کورنۍ مشر کره، کلي/ قام مشر ته ورځي؛ خو اوس دا دود رالنډ شوی، یوازې د پلار، مشر ورور کره خلک ورځي او هلته د غرمې یا شپې ډوډۍ خوري. ښځې او ماشومان هم ګرځي په وار د خپلوانو کره اختر مبارکۍ ته ورځي.

پخلاینه او د مرورو پخلا کول هم اسلامي کړنه ده هم پښتنو پاللې ده؛ خو اوس پښتانه په اختر کې هم نه سره پخلا کېږي، هر یو چې مخته شي، دا بل ملنډې پرې وهي.

ویر کول یې بل دود دی. د اختر په ورځو کې پښتانه هغو کورونو ته ورځي چې مړی یې شوی وي، بیا دویم ځلي غم ورتازه کوي او ځان یې په غمیزه کې ورګډوي چې دا کار د دین خلاف دی.

د میدان وردګو دود څه ډول دی؟!

عموماً د میدان وردګو خلک اختر د نورو پښتنو په څېر لمانځي؛ خو ځينې کلي او بډای خلک یې له نورو پښتنو او د سیمې له خلکو جلا په خپله بڼه اختری کوي. دوی کله چې د خپلې کوژدنې کره اختریزه ډالۍ وړي، یوازې ناوې له ډالۍ نه وي برخمنه، بالمقابل د ناوې کور هلک ته هم اختریزه ډالۍ برابره کړې وي چې بېرته یې د دوی په لوښو کې ږدي یا یې ورکوي. له هر څه سربېره نقدې پيسې هم ناوې ته ورکول کېږي، خُسر او لېورونه نقدې پيسې ورکوي، خواښې د سرو زرو ګوتمۍ وراغوندي. د ناوې کورنۍ هلک ته جامې او اړتیا وړ توکي برابر کړي وي، یو څه نقدې روپۍ هم پرې ورږدي.

کله چې زوم لومړی ځل د خُسرګنۍ( کاکاخُسر، ماماخُسر،…) کورونو ته د اختر مبارکۍ لپاره ولاړ شي، هغوی بېرته یوه جوړه جامې او یو پاکټ چاکلېټ په یوه کڅوړه کې ورډالۍ کوي.

بل دود یې دا دی( ځینو سیمو کې یې) چې د اختر پر لومړۍ ورځ د کلي ټول نارینه د مشر کره سره یو ځای کېږي، د ډوډۍ تر خوړولو وروسته یو پلان جوړوي چې لومړی د چا او بیا د چا کره ورشي؛ نو له همغه ځایه یې پیلوي او ګڼ نارینه یو ځای ټول کورونه راګوري، بیا په پای کې کور ته راستنېږي. کله چې راغلل بیا د کورنۍ د مېرمنو او ماشومانو نوبت وي چې اختر ولمانځي. نارینه یو کس په کور پاتې وي، نور یې له ښځو سره مخکې کېږي او د خپلوانو کره خپلې مېرمنې بیايي.

د یادونې وړ ده چې هره کور په نوبت ټول کلي ته د لوی اختر ډوډي چمتو کوي چې مېلمانه یې یوازې نارینه وي. بېوزلې او بېوسې کورنۍ ترې مستثنا دي.

په ښځو کې یې دود دا دی که چېرې کلي کې یې مړی شوي وي، تر هغو د اختر پر لومړۍ ورځ د هغوی کره سر ورښکاره نه کړي، لاسونه نه سره کوي؛ ځکه دوی پر دې اند دي چې که لاس یې سور وي او غمجنه کورنۍ یې وویني، بدې ښکاري او خپلوي یې زیانمنه کېږي، حال دا چې اختر دی د غمونو پای، نه د هغو راتازه کول.

متروک دودنه:

هغه اختریز دودنه چې اوس نه پالل کېږي یا پیکه شوي. پخوا ماشومان تر مور/پلار مخکې د خپلوانو کره تلل، هغوی وچه مېوه او اختری ورکاوه؛ خو اوس نه ماشوم بې موره ځي او نه څوک ماشوم ته پیسې ورکوي.

مخکې به د کلي نږدې او لرې تربور کره خلک ورتلل؛ خو اوس پېغلې نجونې یوازې د کاکا او ماما کره د تلو اجازه لري.

ښځو به پخوا د اختر په شپه لاسونه سره کول، اوس د نکریزو خوند تللی، پېغلې یې چندان نه خوښوي، ښځو ته ځان بد ښکاري، ماشوم ته یې د بوختیا له وجهې لاس نه سره کوي؛ نو ورو ورو په ځينو ښارونو کې د نکریزو دود هم مخ پر پیکه کېدو دی.

د اختر ډوډۍ خپل رنګ بایللی او خورا کمو ځایونو کې لا هم پالل کېږي، خوند یې ځکه نشته چې تر پخوا وینې سپینې شوې، هومره مینه نه ده پاتې، لويي، تکبر، ځان ښودنه اوج ته رسېدلې. ځينې بېوزلي دي نشي یې کولی، ځينې یې یو پر بل نه لوروي.

دې دودونو رنګ ځکه بایلود چې ځای یې بوختیاوو، بې مینې‌توب، ځان پردی ګڼل، بېځایه غرور، بېوسي، فقر او ځينو نورو لاملونو ونیو.

 

 

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ