ټولنیز ژوند خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

په روژه کې مو د مخ د ښکلا لپاره باید دا څو ګټور کارونه وکړئ

Vegetables washing, splashing water, fresh salad preparation
لیکنه: ياران
ژباړه مریم محمدي

ځینې پېغلې او ځوانان د مخ پوستکي او ښکلا ته ډېره پاملرنه کوي، چې خراب نشي، خو د روژې په میاشت کې یې ورته اندېښنه یې ډېره وي، داسې فکر کوي، چې پر لوږې او تندې سربېره، د اوړي ګرمه هوا به یې مخ ضرور خراب کړي او د اختر په ورځو شپو کې به مېلمنو ته بدرنګه ښکاري.

مخ ته د زړه هېنداره هم ویل کېږي، که چېرته د مخ پوستکي مړاوې، ګونځې یا هم زر خراب شي، نو داسې وي لکه د انسان روغتیا چې سمه نه وي.

که چیرې په روژه کې د مخ پوستکې ته اندېښمن یئ، نو دلته درته ځینې معلومات درکوو چې په مرسته یې د مخ ښکلا مو وساتلی شئ:

ویټامین A

ویټامین A د مخ پوستکي لپاره تر ټولو مهم ویټامین دی، چې د مخ خشکي یا وچوالی له منځه وړي، مخ نرم او ښکلی ساتي.

تاسو کولی شئ په روژه کې له دې خوړو څخه ډېره استفاده وکړئ چې ویټامین A لري، لکه د هګۍ ژېړ، شنه او ژړو سابه، ګازرې، يینه، اَم او د کبانو غوړي.

ویټامین B

د ویټامین B کموالی د دې سبب کې کېږي، چې د پوستکي اوبه کمې شي، چې دا هم د دې لامل کېږي چې د مخ پوستکي کې ګونځې رامنځته شي، او د مخ ښکلا ته مو زیان ورسوي.

په روژه کې د دغو خوړو په خوړولو سره کولی شئ چې د ویټامین B له کمښت څخه ځان وژغورئ.

لکه: غنم، دال، جوار، سابه، ترکاري، شیدې، مستې، پنېر، بادام، پسته، ينه، غوښه او د هگۍ ژيړ خو د ويټامين B معدن دى. له سابو او ترکاريو څخه پرته ويټامين B په ميوو کې هم شته.

ویټامین E

ویتامین E هم یو له هغه اړینو ويټامینونو دی، چې د مخ د پوستکي روغ ساتلو، همدارنګه د ګونځو په له منځه وړلو کې مرسته کوي. د پوستکي زړښت مخه نیسي.

ویټامین E په پاڼې لرونکي سبو هګیو، ایني، د غنمو په غوړو او په نورو نباتي غوړو کې شته، چې کولای شئ د دیادو شیانو په خوړلو سره د ویټامین د کمښت مخه ونیسئ.

ویتامین C

ویټامین C ستاسو پوستکی له ګونځې‌والي څخه ساتي. ویتامین C هم په دې خوړو کې پیدا کولای شئ:
توتانو، شنو سبو، کچالو، کیوي، لېمو، په کرم، تازه مرچ (دولمه) کې شته دي.

ویټامین C دفاعي سیستم د بدن لوړه وي، په بدن کې نسجونه قوي کوي، د ټپ جوړېدو ته چټکتیا ورکوي، دزړېدو پروسه راټیټه وي.

اوبه

د اوبو څښل د تندې په له منځه وړلو سربېره د مخ ښکلا کې هم اغېزه لري. اوبه د انسان حیوان او نبات لپاره حیاتي ماده ده، ځکه خو بې له اوبو څخه ژوند ناممکن دی، اوبه د انسان په بدن کې غذایي مواد او وینه حجرو ته رسوي. اوبه د بې شمیره نورو ګټو ترڅنګ د بدن پوستکي ځوان او تازه ساتي. په روژه کې پکار ده له روژه‌ماتي تر پېشلمي پوره په تدریجي توګه اوبه وڅښل شي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ