فبروري 27, 2021

افغان لوبغاړی د انګلستاني سیال پر وړاندې چمتوالی نیسي

د سوکوهني تکړه افغان لوبغاړی سهیل احمد د قرنطین دې شپو او ورځو کې په سختو تمرینونو بوخت دی، تر څو د انګلستاني سیال پر وړاندې راتلونکي لوبې ته پوره چمتوالی ونیسي.
هغه د قرنطین دې شپو او ورځو کي په یوازې توګه تمرینونه کوي، چي د خپل برتانوي سیال په وړاندي لوبې ته د هر اړخه اماده ګي ولري.
د انګلستاني سیال په وړاندي د سهیل احمد مغلزي لوبه د کرونا ویروس له امله ځنډېدلې او دقیقه نېټه یې هم تراوسه نده معلومه.
د سوکوهنې دا افغان لوبغاړی، چي اوس په لندن کې اوسي په خپلو دوو وروستیو لوبو کي يې انګلستاني او تانزانیايي سیال ته ماتي ورکړې او له هغه وروسته کابل ته راستون شو.

دلته کابل ته له راستندېدو سره سم له تود هرکلي سره مخ سو.
ویل کیږي، چي هغه تر دې دمه ۱۶ نړیوالي لوبي ترسره کړي، چي له ډلې یې ۱۵ لوبي ګټلي او یوازي یوه لوبه یې بایللې.
په ۱۶ لوبو کي ۱۵ ګټل او یوازې یوه لوبه بایلل دا یو داسي ریکارډ دی، چې د ډیرو لوبغاړو په لوبیز ژوند کې نه وي، خو سهیل احمد مغلزي د ښو لوبو له امله دا ویاړ خپل کړی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب