هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
لوبې

مډونا وايي، د ”سپنې ماڼۍ له منفجر کولو “ یې هدف تاوتریخوالی نه دی

مشهورې امریکايي سندرغاړې مډونا په واشینګټن کې د ښځو په مارش کې د خپلې لانجمنې وینا وروسته ویلي چې ددې خبرې ناسمې نقل شوي دي. او ددې هدف تاوتریخوالی نه بلکې د تاوتریخوالې پر خلاف مینه خپرول وو.

د پاپ دې وتلې سندرغاړې چې د ښځو د حقونو فعاله هم ده، د ډونالډ ټرمپ پر ضد تر نیم میلونو زیاتو اعترض کونکو ته وویل چې دې ” د سپېنې ماڼۍ د منفجر کولو “ په اړه فکر کړی دی.

A photo posted by Madonna (@madonna) on

خو اوس داسې ښکاري چې مډونا د خپلې دې خبرې د وضاحت هڅه کوي. نوموړې وروسته وویل چې دا خبره یې یوه استعاره وه. دې اته پنځوس کلنې سندرغاړې ویلي، ټولو خلکو ته څرګنده ده چې زه په تاوتریخوالي باور نه لرم او ددې خبرې ناسمې تعبیر شوي دي .

هغې د یکشنبې په ورځ د خپل انسټاګرام په یو پوسټ کې وویل : ” زه غواړم د یو مهم څه سپیناوی وکړم. زه پر تاوتریخوالي باور نه لرم. او نه تاوتریخوالی هڅوم. دا مهمه ده چې زما ټوله وینا واوریدل شي ددې پر ځای چې له ټولو خبرو یوه جمله را وویستل شي.“

مډونا وايي، وینا یې په دې پيل کړې چې ” زه غواړم چې د مینې انقلاب پیل کړم …. “

په واشینګټن کې مډونا د خپلې وینا پر مهال بد رد هم وویل چې یو شمیر تلویزوني چینلونه یې اړه کړل ژوندۍ خپرونه ودروي.

خو مډونا په خپله وینا کې تاوتریخوالی او سوله ایز اعتراضونه سره مقایسه کړل او ویې ویل چې تاوتریخوالی ځواب نه دی او نړۍ د تاوتریخوالی پر ځای مینې ته اړتیا لری.

*******

*******

نیویارک ټایمز وايي، په واشینګټن کې د ډونالډ ټرمپ پر ضد د ښځو په لاریون کې د راټولو شویو کسانو شمیر د هغې درې چنده وو چې د ټرمپ د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره راټول شوي وو.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */