سینما او موسیقي

مادهوري دکشت وايي، دغه فلم ډیر شهرت ورکړی

اعلان

د هندي سینما ښکلې خو تجربه کاره اداکاره مادهوري دکشت خپل پخواني یادونه تازه کړي او د هغه فلم نوم یې اخیستی چې دې ته یې د لومړي ځل لپاره شهرت ورکړی او د خلکو تر منځ یې مشهوره کړې ده.

مادهوري دکشت د بالیووډ پخوانۍ فلمې ستورې ده چې لا تر اوسه یې هم ځواني خزان شوې نه ده او فلمونو کې یې هم بازار سوړ نه دی.

دغې ښکلې ممثلې ویلي چې په پيل کې یې څو فلمونه ناکام شول چې زیاته یې خفه کړې وه او تر هغې وروسته یې په ۱۹۹۸ميلادي کې ریلیز شوي فلم (تیزاب) دې ته شهرت ور وبخښه.

نوموړې دا خبرې د کپل شرما په یوه تلویزوني شوې کې دا خبرې وکړې.

دې په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې په پيل کې د نه محبوبیت لرلو له امله یې د مرستیالې هيروینې یا هغه مېرمنې چې د فلم د مرکزې رول لرونکې لوبغاړې تر څنګ وي رول لوبوو.

د دکشت په خبره؛ وروسته بیا ورته په څو فلمونو کې د مرکزي رول لپاره موقع ورکړل شوه، خو لومړي فلمونه یې ناکام شول او همدا لامل وه چې په دې ونه توانېده، څو مشهوره شي.

مادهوري زیاته کړې؛ په ۱۹۸۸ کې کله چې يې په تیزاب فلم کې کار وکړ او د دغه فلم د ریلیز کېدو سره سم یې ژوند بدل شو.

دا زیاتوي؛ تر اوسه یې هم یاد دی چې د دغه فلم د ریلیز پر مهال یې په امریکا کې د خور واده و، چې له راستېدو وروسته په هوایې ډګر کې کله چې له خپل موټر څخه ښکته شوه، نو دریو ماشومانو موټر پاکاوه. کله یې چې زه ولیدم، نو چغې یې کړې چې هیرونه وګورئ، زما خواته راغلل.

د کشت په وینا؛ ترې وروسته یې ماشومانو د امضاء غوښتنه وکړه او د دې د امضاء سره سمدلاسه یې د دې په صفتونو خوله خلاصه کړه. دا لومړی ځل و چې د خلکو تر منځ یې دومره شهرت موندلی وو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی