مادهورې او جوهي چاولا ولې د بالیوډ له کوم ستور سره واده ونه کړ؟

“مادهوري دیکشت” او “جوهي چاولا” د بالیوډ فلمي صنعت سره تړلې دوه هغه وتلې ستورې/ اداکارانې دي، چې میلیونونه مینه وال لري، خو ایا تاسي د دې په لامل پوهیږئ، چې ولې د بالیوډ صنعت هېڅ سوپر سټار هم د دغه دوه اداکارانو د انتخاب وړ نشو؟

د بالیوډ ستورې “مادهوري ډکشیت” په ۱۹۹۹ کال کې له ډاکټر “شریم” سره واده کړی، په داسې حال کې چې اداکاره “جوهي چاولا” په ۱۹۹۵ کې له صنعتکار “جی مهتا” سره واده کړی.

دواړه اداکارې په تیرو وختونو کې په یوه هندي شو “کافي ویت کرن ” (چای له کرن سره) کې راڅرګندې شوي، د نندارې په جریان کې، نوموړو اداکارینو د هندي فلمي ستورو سره د واده نه کولو لاملونه څرګند کړي.

ـ مادهوري ډکشیت وايي، چې ما د “شاه رخ خان” او “سلمان خان” سره ډېر کار کړی دی، پداسې حال کې چې ما له “عامر خان “سره یوازې دوه فلمونه کړي، خو ما واده له هېچا سره پدې خاطر نه دی کړی، ځکه چې شاید زما د واده لپاره هېڅ یو هم خوښ نه ؤ یعني مینه مې ورسره نه وه، زما میړه زما هیرو (اتل) دی.

له بلې خوا اداکارې “جوهي چاولا” وویل، چې هغه د “جي مهتا” لخوا ورته ورکړل شوي ګلونو ، کارتونو او ډالیو څخه متاثره شوې. د دې سربیره یې وویل، که چیرته یې میړه هم د دې په څېر د اداکارۍ په سنګار کې مصروف وای، نو ښایي دې ته یې هغسې وخت نه درلودی، کوم چې اوس لري.




وروستي مطالب