خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

د معدې ټپ او زیان رسوونکي خواړه

لیکنه: ياران
ژباړه: عایشه حیدري 

روغتیا پاچاهي ده، کله چې انسان روغ وي له ژوند څخه خوند اخیستلای شي او د خپل ژوند چارې سمې پر مخ وړلای شي، خو که چېرې یو څوک ناروغه وي د ژوند یوازینۍ هیله یې د همغې ناروغۍ ښه کېدل وي او نور ژوند ورنه شاته پاتې کېږي. داسې ډېرې ناروغیانې شته چې ډېرو انسانانو ته عذاب ورکوي او د ډېرو انسانانو ژوند یې ور تریخ کړي دی، د دغو ناروغیو له ډلې څخه یوه ناروغۍ د معدې د ټپ ناروغي ده.

په دې لیکنه کې غواړو د هغو خوړو په اړه معلومات درکړو چې د معدې اسیډ ډېروي، د‌ معدې د ټپ، درد او سوزش لامل کېږي. زمونږ ملتیا وکړئ!

په خوړو کې شته طبیعي اسیدونه د معدې د سوځېدلو لامل نه کېږي، بلکې د معدې سوځېدل په خوړو کې د شته فیبرو لامل دی. فیبر معده سوځوي او د لا اسیدي کېدلو لامل یې کېږي. ځینې خواړه د معدې اسید ډېروي او معده سوځوي، نو دا حتمي ده، هغه کسان چې د معدې زخم یا ټپ لري له دغو خوړو څخه استفاده ونه کړي او په خپلو خوړو کې یې ونه کاروي، ځکه دا خواړه نه یوازې د معدې زخم ډېروي، بلکې د معدې د ټپ په جوړېدلو کې هم ځنډ او خنډ را منځته کوي.

هغه چې د معدې ټپ لري، بویه د ځینو څښاکو، لکه د کافي یا قهوې او چای د څښلو څخه ډډه وکړي، ځکه دا څښاک د معدې اسید ډېروي او د معدې د درد او سوځېدلو لامل ګرځي.

لومړی – د مالټې او مالټې د اوبو څښلو نه ډډه وکړئ

مالټه یوه خوندوره او ګټوره میوه ده، خو که چېرې د معدې ټپ لرئ د دغې مېوې له خوړو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې مالټه د معدې ټپ لرونکو کسانو ته ډېر زیان رسوي او معده‌یې سوځوي.
خو دا به حیرانونکې وي که پوه شئ چې د تروش لیمو او چکوتره (ګریپ فورټ یا پمېلو) خوړل معدې ته هېڅ ډول زیان نه رسوي، دا چې ولې (ګریپ فروت) او تروه لیمو معدې ته د مالټې په کچه زیان نه رسوي تر اوسه معلومه نه ده، خو بیا هم د دغو مېوو خوړل معدې ته هغومره زیان رسوونکي خواړه نه دي، نو ځکه هڅه وکړئ چې د مالټې او د مالټې د اوبو څښلو پر ځای د تروش لیمو (ګریپ فروت او پمېلو) څخه په خپلو خوړو کې ګټه واخلئ. خو هېر مو نه شي چې هېڅکله دغه خواړه سهار وختي او په تش نس ونه خورئ.

دویم – رومي بانجان

رومي بانجان (سره بانجان) په طبیعي ډول اسیډ یا تېزاب لرونکي سابه دي او د دغو سبو دانې او پوست د معدې ټپ ډېروي. که تاسو او یا ستاسو د کورنۍ غړی د معدې د ټپ په ناروغۍ اخته وي، نو ښه ده چې لومړی بانجان رومي سپین کړئ او بیا یې پاخه کړئ.

د رومي بانجانو سربېره د پیاز، دولمه مرچکو، زیتون او د مونځالۍ/ مونځاکۍ (سمارق) له خوړلو څخه هم په کلکه ډډه وکړئ، ځکه چې دغه خواړه هم د هغو کسانو معده چې د معدې ټپ لري سوځوي. د دغو ټولو مېوو او خوړو ترڅنګ ځینې نورې مېوې، لکه ځمکني توت او راسپبېري Raspberries (د توت یو ډول) هم د معدې ټپ ته ډېر زیان رسوي، خو که چېرې یادې مېوې پخې او وخوړل شي معدې ته ډېر زیان نه رسوي.

درېیم – غوړ پنیر

په ټوله کې غوړ خواړه، لکه غوړې غوښې، کوچ، وازدې، غوړ کبان او هغه خواړه چې ډېر سره شوي وي او ډېر غوړ پنیر د هغو خوړو له ډلې څخه دي چې بویه د معدې ټپ لرونکې ناروغان یې له خوړلو څخه ډډه وکړي، ځکه چې دغه خواړو ډېر پر ځنډ هضم کېږي او د هضم کولو پر مهال معده له ډېرو ستونزو سره مخ کوي.

د دې لپاره چې دغه خواړه د ځنډ مهال لپاره په معدې کې پاتې کېږي او د معدې د اسيدو د ترشح لامل ګرځي، نو تر هغو چې ستاسو د معدې ټپ جوړېږي، د دغو خوړو له خوړلو څخه ځان وساتئ او د دغو خوړو پر ځای د هغو خوړو څخه ګټه واخلئ چې لږ غوړي لري.

د بېلګې په توګه تاسو کولای شئ د هغو غوښو څخه چې لږ غوړ ولري یا له سپین پنير څخه چې لږ غوړي ولري او یا هم له هغو خوړو څخه چې پر (دود او اور نه پخېږي، لکه سیخ کباب)، ګټه واخلئ.

څلورم – شات

شات اسید لرونکي خواړه دي، خو کېدای شي زموږ پام د شاتو دغې ځانګړنې ته نه وي شوی، دا ځکه چې د شات خوږ خوند لري، او موږ ګمان کوو چې شات اسید نه لري. که چېرې د معدې ټپ لرئ، نو هڅه وکړئ چې د شپې له خوا خواږه خواړه په ځانګړي ډول شات ونه خورئ، ځکه چې د شپې له خوا تاسو ویده کېږئ او د خوب پر مهال لا ډېر د معدې اسیډ ترشح کوي.

پنځم – ترخو درملو ته پام وکړئ

ټول پر دې پوهېږي چې ترخه خواړه معده سوځوي، نو د ترخو درملو په خوړو کې ډېره پاملرنه وکړئ. مرچ، زنجبيل او ورته نورې مسالې هغه مواد دي چې ډېر خوړل یې معده او کولمې مېکروبي کوي، د دغو خوړو ترڅنګ د مالګې ډېره کارونه هم معدې ته زیان رسولای شي.

خو که چیرې له نورو درملو، لکه دارچیني او وانیلا څخه ګټه واخیستل شي، معدې ته هېڅ ډول زیان نه رسوي.

په پای کې باید یادونه وکړو چې که تاسو د معدې د ټپ په ناروغۍ اخته یې د خپلې معدې د روغتیا لپاره په يوې ورځ کې پنځه او یا هم شپږ ځلې په مناسبه کچه او په مناسبو وختونو کې خواړه و خورئ، چې پر یوه وخت د معدې د ډکېدلو او درندېدو مخنیوی وکړئ، او د دې ترڅنګ د هغو خوړو له خوړولو څخه ډډه وکړئ چې وخت پرې تېروي، ځکه چې دا خواړه ستاسو د معدې حالت خرابوالی شي او ستاسو روغتیا ډېر زیان رسولای شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ