اپریل 12, 2021

محمد نبي د هسکو شپږیزو وهلو لپاره ځانته افغانی بېټ واخیست

Advertisements

 
تمه ده، چې محمد نبي عیسی خېل د راتلونکې میاشتې په درېیمه په اسټرالیا کې له مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې سره یوځای شي.
په دغه لیګ کې محمد نبي عیسی خېل د هسکو شپږیزو وهلو لپاره یو بېټ په کابل کې وپېره.
محمد نبي عیسی خېل د بېټونو پلورلو په یوه هټۍ کې ناست دی او ځانته بیټ جوړوي.
نوموړي ته د هټیوال لخوا بیټ جوړ کړل شو او نبي غواړي چې دغه بېټ ځان سره استرالیا ته یوسي او د توپ وهنې پرمهال ترې ګټه واخلي.
نبي په دې چارې سره غواړي، چې هسکې شپږیزې په افغاني بېټ سره ووهي او د مېلبورن لوبډلې ملا وروتړي.

د محمد نبي موخه څه ده؟

محمدنبي عیسی خېل غواړي په دې چارې سره د هېوادوالو پام ځانته نور هم ور واړوي او ښایي د هېوادوالو مینه ورسره لا زیاته شي.
بله موخه یې ښایي دا وي، که چیري هغه په دې بېټ ښه توپوهنه وکړي، نو نړیوالو ته به یې واضح کړي، چې خپله هم افغان دی او افغانی بېټ یې له ځان سره راوړی دی.
نو د خالص افغاني بېټ په مرسته یې وکولای شول، چې ښه توپوهنه وکړي.
ښایي یوه موخه یې دا هم وي، چې ځانته همدلته خپل لاسته جوړ بېټ واخلي او بیا هلته پرې ځان ښه وځلوي.
د بېګ باش کرکټ لیګ د ډېسمبر په ۳ یمه د محمد نبي عیسی خېل، راشدخان، مجیب الرحمن، ظاهرخان او نوراحمد لکڼوال په شتون کې پيلیږي او د ۲۰۲۱ د فبروري تر لومړیو به دوام وکړي.
سږ کال د دغه لیګ لسم پړاو دی.
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=387993329216396&id=107063893976009
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب