محمدنبي؛ سمېت تر کولي او ویلیمسن غوره دی

محمدنبي عیسی خېل له کرېک ټرکر وېبپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې سټیف سمېت تر ویرات کولي، کېن ویلیمسن او جو روټ څخه غوره دی.
له هغه پوښتنه شوې چې سټیف سمېت، ویرات کولي، کېن ویلیمسن او جو روټ کې کوم توپ وهونکی غوره او د نړۍ لومړی نمبر توپ وهونکی؟
د کرکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ لومړي نمبر افغان الراونډر ویلي، چې سمېت تر ټولو غوره دی.
د محمدنبي دغه ځواب پوښتونکی حېران کړ.
د کرېک ټرېکر وېبپاڼې د پوښتونکي په وېنا عیسی خېل په آی پي اېل کې د خپلې لوبډلې سنرایزرز حېدراباد لوبډلمشر کېن ویلیمسن پرېښود او سمېت یې انتخاب کړ!
سمېت، ویرات کولي، جو روټ او کېن ویلیمسن د خپلو لوبډلو لوبډلمشران دي او یا هم تېر شوي دي او سربېره پر دې ون ډاون توپوهونکي هم دي.
له بندیز وروسته ۲۰۱۹ م کې سمېت د انګلستان پر وړاندې اشېز ټېسټ لوبو کې ۷۷۴ منډې کړي دي.
که سږ کال نړیوال شل اوریز جام ترسره نشي، نو ۲۰۲۰ م آی پي اېل کې به سمېت، کولي او کېن ویلیمسن یو ځل بیا ووینو او توپوهنه به یې ننداره کړو.
کېن ویلیمسن د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د ټول ټورنمنټ غوره توپوهونکی و.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ