ادبیات افغانستان کلتور او هنر

پټه خزانه، ناشناس او احساساتي یاران

لیکنه: ياران
اعلان

لیکنه: استاد محبوب شاه محبوب

ما د پښتو ژبې د وتلي هنرمند ډاکتر ناشناس ویډیو ولیده، که څه هم هغه پټه خزانه یو جعلي اثر معرفي کړی مګر ما ته یې جرئت خوند راکړ.

په پښتني ټولنه کې ډېر داسې کم خلک دي چې هغوی خپل نظر داسې په جرئت ویلی شي، دا که پټه خزانه هغه جعل بولي دا یې خپل نظر دي.

یارانو!
له احساساتي برخورده تېر شئ، مه خپل مشران کنځئ او مه هم یو بل …
د پټې خزانې جعل او رښتیا ځانګړی بحث دی چې ګڼو څېړونکو پرې څېړنې کړي او کتابونه یې پرې لیکلي دي. که چېرې یې په اړه مطالعه وشي نو د لمر په شان به جعل او رښتیا جوته شي.

د کابل پوهنتون استاد؛ محبوب شاه محبوب

دا درسته ده چې پټه خزانه د پښتو ادب په برخه کې یو مهم اثر دی او موږ د لرغوني ادب تاریخ د احوالو اکثر استناد په همدغه اثر کوو خو تر دې کچې هم مهم نه دی چې که دا اثر نه وي نو د پښتو ژبې او ادب تاریخ ټول دروغجن شي، ډېر داسې نور څه شته چې له مخې یې د پښتو ژبې او ادب لرغونی تاریخ روښانېدلی شي.

پښتو ژبه یو بډایه او لرغونی تاریخ لري چې څوک ترې سترګې نه شي پټولی.

پر پټې خزانې له ډېره پخوا نقدونه شوي او کیږي به، ډاکتر ناشناس هم یو له منتقدینو دی او ګڼ نور به پېدا کیږي چې په پټې خزانې نقد وکړي.

نه یوازې په پښتو بلکې د نړۍ په ټولو ژبو کې دا ډول کره کتنې کیږي او ټول یې په سړه سینه اوري، علمي دلایل وايي او کنځاوې نه کوي.

پرمختګ او بدلون له نقد څخه زېږي، په ټولو ټولنیزو امورو کې که موافقین او مخالفین نه وي نو پرمختګ نه رامنځته کیږي.

د پښتو ژبې او ادب د یوه کشر لاروي په توګه ما ته پټه خزانه یو با ارزښته اثر دی خو کله هم ځانته دا اجازه نه ورکوم چې نور له نقد څخه منع کړم، باید د علمي دلایلو پر اساس پرې نقد وشي.

ډاکتر ناشناس د پښتو ژبې یو وتلی او استاد هنرمند دی، د پټې خزانې او پښتو ادب په حواله نظر ته یې درناوی لرم او که چېرې سره مخامخ شو نو نظر یې په ډېر درناوي د علمي استدلال پر بنسټ ردولی شم.

راځئ! د پټې خزانې په حواله د ډاکتر ناشناس نظر په علمي او مستندو دلایلو رد کړو نه په کنځلو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران