سپورټ نړیوال کرکټ

پاکستان لپاره د محمد حفیظ کیسه پای ته ورسیده

په نړیوال ټیسټ کرکټ سیالیو کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره د ښي لاسي الراونډر لوبغاړي محمد حفیظ کیسه پای ته ورسیده.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړي محمد حفیظ د نیوزیلینډ خلاف په وروستۍ ټیسټ لوبه کې خبر ورکړ، چې همدغه ټیسټ لوبه به یې په نړیوال کرکټ کې د پاکستان لپاره وروستۍ وي، چې نن پای ته ورسیده.

د کرک انفو ویب پاڼې د معلوماتو له مخې وروسته له هغې چې نوموړي په وروستیو ۵ پاڼیو کې یواځې ۳۹ منډې جوړې کړې، د ټیسټ کرکټ څخه یې د څنګ ته کیدو اراده وکړه.

په وروستۍ سیالۍ کې هم محمد حفیظ ډک زړه له میدان څخه رخصت شو، چې په لمړۍ پاڼۍ کې پرته له منډې او په دویمه وروستۍ پاڼۍ کې یې ۸ منډو سره رخصت واخیست.

محمد حفیط د پاکستان لپاره د ۵۵ ټیسټ لوبو په کیریر کې کې د ۱۰ سلیزو او ۱۲ نیمه سلیزو جوړولو پرمټ ۳۶۵۲ منډې جوړې کړې، چې په یو اننګز کې ۲۲۴ لوړې منډې شمیرل شوې دي.

همدا راز دغه لوبغاړي د توپ اچونې په برخه کې ۵۵ سیالیو کې ۵۳ ویکټې هم ترلاسه کړې، خو وخت نا وخت د بالینګ له بندیز سره مخ شوی، چې دغه چارې یې د ویکټو ترلاسه کولو خنډ جوړ کړی و.

محمد حفیظ د پاکستان لپاره هغه لوبغاړی شمیرل کیږي، چې د کلونو را هیسې یې د یو ورځینیو ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه سیالیو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې په ځلونو د لمړي مقام خپلولو راج وکړ او لا هم په دغه درجه بندۍ کې د ۱۰ مخکښو الراونډرانو په لیست کې شامل دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی