لوک رایټ: راشدخان لوی زړه لري، زه د هغه زړورتیا ته حیران یم

انګلستاني کرکیټر لوک رایټ او د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د راشدخان د ټیم سوسیکس لوبډلې لوبغاړي لوک رایټ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، راشدخان ارمان لوی زړه لري او هغه څه چې دده په ژوند او دده پر وړاندې پېښېدونکې دي او راشدخان یې اداره کوي او ورسره مبارزه کوي هیڅ د منلو نه دي.

 

لوک رایټ ویلې، د نړۍ له مشهوره لوبغاړو سره لوبېدلی، خو راشدخان په لوبه کې جلا مبارزه کوي او په هره لوبډله کې چې لوبیږي هڅه یې تل دا وي، چې ورته ګټور تمام شي او خپله لوبډله بریا ته ورسوي.

 

لوک رایټ زیاته کړه:

 

‹‹راشدخان ارمان سوسیکس لوبډلې ته ځانګړی نظر لري، هغه پر خپل ځان باور لري او ارزښت لرونکی او تاثیر اچونکی لوبغاړی دی. هغه څه چې دده پر وړاندې پېښېدونکې دي او دی یې مدیرت کوي هیڅ د منلو وړ نه دي. زه د بېلابیلو مشهورو لوبغاړو سره لوبېدلی یم، خو راشدخان هر کاره دی. هغه چې په هره لوبډله کې لوبیږي خپله ټوله هڅه کوي.››

 

لوک رایټ د راشدخان ارمان په اړه دا څرګندونې پر داسي مهال کوي، چې راشدخان څو ورځې وړاندې د افغانستان پر اوسني حالت اندېښنه ښوودلې وه او له نړیوالو څخه یې د سمون په برخه کې همکاري غوښتې وه.

 

راشد د یادي اندېښمنۍ سره ـ سره بیا هم د انګلستان په سل بالیزه کرکټ لیګ کې بریالی ولوبېد او له هغه وروسته په بلاسټ سیالیو کې د بیا ځلې لوبېدو په موخه له خپلې لوبډلې سوسیکس سره یوځای شو، چې په لومړۍ لوبه کې یې د ښې توپ اچونې ترڅنګ غوره توپوهنه هم وکړه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

 

 

وروستي مطالب