انګلستانی لوبغاړی د افغانستان خلاف سلیزه کې ناکام شو

د کرکټ په نړۍ کې ډېرې عجیبه پېښې رامنځته کېږي، دلته هم په ۹۹ منډو د لوبغاړو بهر کېدل وړاندې کوو، چې یو په کې د انګلستان کرکټ لوبډلې تکړه توپوهونکی هم شامل دی، چې د افغانستان خلاف په شل اوریزه لوبه کې په ۹۹ منډو له مېدان بهر شو او په سلیزې وهلو بریالی نشو.

۲۰۱۲ کال نړیوال جام کې څه پېښ شول؟

په ۲۰۱۲ کې نړیوال شل اوریز جام ترسره شو، په دې جام کې یوه لوبه د افغانستان او انګلستان ترمنځ ترسره شوه.

افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، چې انګلستان ته یې ۱۱۶ منډې هدف ورکړ.

په دې لوبه کې د انګلستان الراونډر لوبغاړي او ځانګړي توپوهونکي لوک رایټ د افغانستان خلاف خطرناکه توپوهنه وکړه.

هغه په عزت الله دولتزي شپږیزې ووهلې او په یو اوور کې یې ترې ۳۲ منډې واخېستې.

لوک رایټ په ۵۵ توپونو د ۶ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مرسته ۹۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

هغه په ۹۷ منډو ولاړ و، درې منډې یې سلیزې ته پاتې وې او ۲ منډې د هدف پوره کولو ته اړتیا وه.

نوموړي د اوور په وروستي توپ دوه منډې جوړې کړې او په دې ډول لوبه انګلستان وګټله.

لوک رایټ ونه توانېد، چې د افغانستان خلاف سلیزه په څلوریزې او یا هم شپږیزې پوره کړي.

دا نو د کرکټ برخې د سلیزې ارماني برخه وه او که سلیزه یې وهلې وای، نو دا به یې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې لومړۍ هغه وه.

ادم ګېل کرېسټ او په ۹۹ منډو یې سوځېدل

اډم ګېل کرېسټ د اسټرالیا وېکټ ساتونکی کیڼ لاسی توپوهونکی و، په ۲۰۰۳ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې یې د سریلانکا خلاف ۹۹ منډې کړې وې، چې د رن اوټ شو او د سلیزې ارمان یې له ځان سره یووړ.

کرېس ګېل او ۹۹ منډو بهر کېدل

کرېس ګېل په ۲۰۰۴ کې د بنګله دېش خلاف په ۹۹ منډو لوبېده، چې د فسټ بالر  په توپ د وېکټ ساتونکي لخوا کېچ شو.

هغه په ۲۰۲۰ کال آی پي اېل کې هم په ۹۹ منډو وسوځېد.

۲۰۱۱ نړیوال جام او د جی پي ډومني اوټېدل

۲۰۱۱ نړیوال جام کې د افریقا کیڼ لاسی الراونډر جی پي ډومني د ایرلېنډ پر وړاندې په ۹۹ منډو کېچ اوټ شو.

۲۰۱۵ نړیوال کې د ډیویلیرس سوځېدل

۲۰۱۵ نړیوال پنځوس اوریز جام په اسټرالیا او نیوزیلېنډ کې ترسره شو، ای بي ډیلیرس پکې د عربي متحده اماراتو پر وړاندې په ۹۹ منډو کېچ اوټ شو.

د کرکټ نړیوالې شورا لیکلي هغه توپوهونکي چې ۹۹ منډې یې بې غمه جوړې کړي، خو یوه منډه ورته ګرانه تمامه شوې او له سلیزو یې پاتې کړي دي.

ویډیو وګورئ

لېنک:

https://www.icc-cricket.com/video/2024458

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي