سپورټ فوټبال

لیویز سواریز؛ د بارسلونا په تاریخ کې درېیم ډېر ګولوهونکی!

د اُراګوای هیواد فوټبال ملې لوبډلې او بارسلونا فوټبال کلب بریدګر لوبغاړی لیویز سواریز د اسپانیول په وړاندې یو ګول وواهه، چې په دې سره د بارسلونا په تاریخ کې درېیم ډېر ګولوهونکی لوبغاړی شو.

تېره شپه بارسلونا د اسپانیول لوبډلې سره میدان ته کښته شوه، چې بارسلونا لوبډلې د لیویز سواریز په ګولوهنې سره اسپانیول ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه.

لیویز سواریز په ۲۰۱۴م کال کې د انګلستانۍ لوبډلې لیورپول څخه جلا او د اسپانوۍ لوبډلې بارسلونا سره یو ځای شو.

سواریز له هغه وروسته تر دې دمه د بارسلونا کلب لپاره ۲۷۸ لوبې ترسره کړې، چې په یادو لوبو کې یې ۱۹۵ ګولوهنې ترسره کړې او د دې کلب په تاریخ کې درېیم ډېر ګولوهونکی لوبغاړی وشمېرل شو.

۳۳ کلن سواریز د یادو ګولونو له ډلې ۱۴۶ په اسپانوي لیګ لالیګا کې، خو پاته نور یې بیا په نورو لیګونو کې لګولې دي.

د بارسلونا کلب تر ټولو ډېر ګولوهونکی لوبغاړي بیا میسي دی، چې د بارسلونا کلب لپاره یې ۶۳۰ ګولونه لګولې دي.

د بارسلونا کلب په تاریخ کې ډېر ګولوهونکي لوبغاړي:

۱ـ لیونل میسي ۶۳۰ ګولونه؛

۲ـ سزار روډریګو ۲۳۲ ګولونه؛

۳ـ لیویز سواریز ۱۹۵ ګولونه؛

۴ـ لاډیسلاو کوبالا ۱۹۴ ګولونه؛

۵ـ جوزپ سامیټیر ۱۸۴ ګولونه؛

۶ـ جوزپ سکولا ۱۷۶ ګولونه؛

۷ـ پائولینیو آلکانټارا ۱۴۳ ګولونه؛

۸ـ ساموئل اټوئو ۱۳۰ ګولونه؛

۹ـ ریوالډو ۱۳۰ ګولونه؛

۱۰ـ ماریانو مارټين ۱۲۸ ګولونه؛

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ