د نېکمرغۍ په اړه د نړۍ د نوموتو لويانو او پوهانو په زړه پورې خبرې

ژباړه: محمد عزيز پردېس
ـ د نورو اوښکې په مسکا اړول، ترټولو غوره نېکمرغي ده.
بودا
ـ انسان به تر هغو نېکمرغه نشي، ترڅو چې د نورو د خوښۍ لپاره هڅه ونکړي.
دوسن پير
ـ نېکمرغي يو توپ دی، کله چې وغورځي؛ ورپسې منډې وهو او کله چې ودرېږي، په لغتو يې وهو.
شانو بريان
ـ نېکمرغي هغه توکی يا څيز دی چې طبعيت يې په لوړ قيمت په موږ پلوري.
ولتر
ـ نېکمرغه هغه څوک دی چې اوسني وخت ته ارزښت ورکوي او ځان ته وايي: زه نن خوښ او د سبا لپاره هيله من يم.
ورايډن
ـ موږ د سيندونو په څپو او د سړکونو په لوړو او ژورو کې نېکمرغۍ پسې ګرځو، په داسې حال کې چې نېکمرغي همدلته ده.
هوارس
ـ د شريرو او بدو خلکو څخه واټن اخېستل، د نېکمرغۍ دريڅه ده.
بټهوون
ـ هغه څوک چې په لږو نه نېکمرغه کېږي، نو په هېڅ څه سره به نېکمرغه نشي.
اپيکور
ـ نېمکرغي يانې د روزګار له پېښو سره هماهنګي او جوړښت.
ګوستاو فلوبر
ـ انسان ته روغتيا او شتمني دواړه ورکړئ، هغه به دواړه د نېکمرغۍ په لټه کې له لاسه ورکړي.
ايونينګ هرالډ
– په نړۍ کې د دوامداره او پاکې مينې په پرتله هېڅ غوره نېکمرغي بله نشته.
موريس مټرلينګ
ـ ډېری کسان نېکمرغي د هغه کس په څېر لټوي چې خولۍ يې پر سر وي، خو دی ورپسې سرګردانه ګرځي.
لناو
– له بده مرغه يوازينی پوښتنه چې تقريبا هېڅوک نشي کولی ځواب ورته ورکړي دا ده؛ نېکمرغي څه ده؟
براډلي
ـ نېکمرغي د عقلاني ژوند پايله ده.
باروخ سپينوزا
– نېکمرغي عادت دی، ورته وده ورکړئ.
البرت هوبارډ
ـ بشر د دې لپاره خلق شوی چې نېکمرغه وي.
سامويل جانس