د سریلانکا د کرکټ کورنی لیګ «LPL» نه دی ځنډول شوی

څو ورځې وړاندې رسنیو راپورونه ورکړل، چي د سریلانکا د کورني کرکټ لیګ دویم پړاو د کورونا وبا له امله نامعلومې نېټې ته وځنډېد، خو اوس تازه په دې تړاو خپله سریلانکا کرکټ بورډ اعلامیه خپره کړې.

یاد بورډ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، لنکا پرېمرلیګ به په همغه ټاکل شوې نېټه «د جولای په ۳۰» پيل شي او د اګسټ میاشتې تر ۲۲مي نېټې پوري به دوام وکړي.

یاده اعلامیه کې ویل سوي:

«سریلانکا کرکټ بورډ یوځلې بیا دا تکراروي، چي لنکا پرېمرلیګ به په همغه پخوانۍ ټاکل شوې نېټه سریلانکا کې پیل شي، نو په همدې اساس دا سیالۍ د جولای میاشتې له ۳۰مې بیا د اګسټ میاشتې تر ۲۰مې نېټې پوري دوام کوي.»

 

 

ددې لیګ لومړی پړاو

 

د سریلانکا هیواد د کرکټ غوره لیګ لومړی پړاو هم د کورونا وبا له امله له ځنډ سره مخ شوی و، خو وروسته د تېر ۲۰۲۰م کال د نوومبر میاشتې له ۱۶مې بیا د ډیسمبر میاشتې تر ۱۶مي نېټې پورې ترسره شو، چې پکې د ګډونوالو پنځو لوبډلو له ډلې «جفنا» اتلولۍ ته ځان ورساوه.

 

ددې لیګ په لومړي پړاو کې افغان لوبغاړي

 

په دې لیګ کې تېر کال ۷ افغان لوبغاړي کریم‌خان صادق، نوین‌الحق، رحمن‌الله ګربز، حضرت‌الله ځاځی، سمیع‌الله شینواری او افتال عالم اخیستل شوي وه، خو یو شمېر یې ولوبېدل او یو شمېر افغان لوبغاړو ته یې بیا چانس ورنه کړ.

 

۱ـ کریم خان صادق: کولمبو لوبډلې اخیستی و.

۲ـ قیس‌احمد: کولبمو لوبډلې اخیستی و.

۳ـ نوین‌الحق: کینډي ټسکرز لوبډلې اخیستی و.

۴ـ رحمن‌الله ګربز: کینډي ټسکرز لوبډلې اخیستی و.

۵ـ حضرت‌الله ځاځی: ګالي ګلډیټرز لوبډلې اخیستی و

۶ـ سمیع‌الله شینواری: ډمبولا وایکنګز لوبډلې اخیستی و.

۷ـ افتاب عالم: ډمبولا وایکنګز لوبډلې اخیستی و.

 

وروستي مطالب